فرانسوي شاعر او ډرامه ليکونکی وېکتور هوګو څو خوږې خبرې لري

ژباړه: محمد عزيز پردېس
په هره ټولنه کې يو څراغ شته چې ټولو خلکو ته روښنايي ورکوي او هغه ښوونکی دی.
مخکې له دې چې منی يا خزان راورسي، له هر پسرلي څخه برخمن شه.
له هغه چا سره مينه وکړه چې ستا د مينې وړ وي، نه دا چې د مينې تږی؛ ځکه د مينې تږی يوه ورځ مړېږي.
ستاسې ژوند هغه وخت پيلېږي چې خپل برخليک او سرنوشت په لاس کې واخلئ.
که نه غواړې چې تا وازمايي، نو خپل کار دې په سمه توګه ترسره کړه.
د الله تعالی د اثبات لپاره هغه الوتونکی هم بسنه کوي چې د پاڼو لاندې غږ وباسي.
د وجدان عذاب، په سره او سوزوونکې دښته کې له مرګ څخه هم بد دی.
هره پاک لمنه ښځه، ښکلې او په زړه پورې ده.
هرڅوک خپل ارزښت خپله ټاکي.
ټول دوزخ يوازې په يوه کليمه کې شتون لري: يوازيتوب.
فکر کول د ذهن شغل دی او خوب ليدل يې تفرېح.
هغه څوک چې نشي کولی خپل ځان اداره کړي، مجبوره دی چې له نورو ملاتړ وکړي.
د ماشومانو راتلونکی د هغوی د پلار او مور د تربيې سره تړاو لري.
له ماشومتوبه مې هيله وه چې لوی واوسم.
مينه، ښکلا او بدرنګي نه پېژني.