د « دا زموږ زېبا وطن» هنرمن؛ استاد اولمیر ته خپل کرلي ګلان اغزي شول

پر پښتنو او تقریباً ټولو افغانانو تور دی، چې هنر پالي، خو هنرمن وژني. دې تور پورې یوه تړلې کیسه به دلته د یاران درنو لوستونکو سره شریکه کړو.
دا کیسه د مشهور افغان هنرمن استاد اولمیر د ژوند و مرګ اړونده ده.
راځئ لومړی هغه لږ وپېژنو!
اولمیر څوک و؟
استاد اولمیر په ۱۳۰۸ هجري لمریز کال د لوی افغانستان د پېښور په نوتیه کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې.
هغه په ۱۰ کلنۍ کې د جعفرخان په نوم د موسیقۍ له یوه استاد سره هارمونیه او د موسیقۍ نورې مهمې زده کړې وکړې.
بیا یې له سبزعلي او ګلستان استاد څخه هم په دغو برخو کې زده کړې وکړې.
ارواښاد ۱۷ کلن و، چې کابل ته د خپلواکۍ جشن په مراسمو کې د ګډون لپاره راغی.
دلته له مشهور ملي شاعر ملنګ جان سره اشنا او د افغانستان راډیو ته یې لاره پیدا کړه.
اولمیر په افغانستان راډیو کې سلګونه سندرې ثبت او هلته یې د رسمي مامور په توګه دنده ترسره کړه.
په ۱۳۵۰ لمریز کال کې د ډېرو شاګردانو د روزنې او لوړ هنر له برکته په رسمي ډول د ملي راډیو تلویزون او اطلاعاتو او کولتور وزارت له لورې د استادۍ لقب ورکړل شو.
هغه د ۱۳۶۱ د ثور په ۱۴ مه له دې نړۍ سترګې پټې او د کابل په سید نورمحمد شاه مېنه( شاه شهید) کې خاورو ته وسپارل شو.

له ویره ډک ژوند او مرګ
د مختلفو روایتونو له مخې استاد اولمیر نه په ژوند او نه په مرګ سم وپالل شو.
هغه تر هغې، چې ځوان و او ښې سندرې یې ویلی شوې، د پام او نازونو وړ و، خو له زړیدو سره له پامه ولوید او هېر شو.
استاد اولمیر واده نه و کړی.
هغه له ځوانۍ وروسته بې کسۍ، بې وسۍ، مساپرۍ او د خلکو، حکومت او مینه والو بې سترګۍ ټولو سخت وکړاوه.
په ځینو روایتونو کې ویل شوي، چې ارواښاد په ځوانۍ کې د کابل او ننګرهار په سرایونو کې کوټه لرله او هلته یې ژوند کاوه.
له زړیدو سره یې د کوټې وسه هم نه لرله، وایي د سړکونو په غاړه کې یې ژوند کاوه او احتیاج او محتاجه و.
له ژوند ور اخوا یې د مرګ کیسه هم دردونکې ده.
وایي له څو هنري څېرو پرته یې نور څوک جنازې ته نه وو راغلي.
سندرغاړی منګل، چې د هغه په جنازه کې یې برخه لرله، وایي د کابل په شاه شهید کې خلکو له دې کبله پخپله هدیره کې د ارواښاد د خښولو اجازه نه ورکوله، چې هنرمن دی!
منګل وایي: د اولمیر د جنازې پر وخت مشهور هارمونیه غږونکي استاد زاخېل وویل: خدای دې وبښي، هسې یې ویل:
وطن جنت نشان دی ګلان پکې کرمه
په ما له روح نه ګران دی ګلان پکې کرمه

د استاد اولمیر مشهورې سندرې
د استاد اولمیر په غږ د مرحوم ملنګ جان دا شعر ملي سرود ته د یوې نیږدې ټولمنلې سندرې مقام خپل کړی:
دا زموږ زیبا وطن
دا زموږ لیلا وطن
دا وطن مو ځان دی
دا افغانستان دی

له دې وراخوا استاد اولمیر ګڼې نورې مشهورې او تلپاتې سندرې هم لري:
ستا د سترګو بلا واخلم، بیا دې سترګې ولې سرې دي؟
پام چې وار دې خطا نه شي، ما منلې غرغرې دي
روح یې ښاد او یاد یې تلپاتې!