مارچ 4, 2021

عثمان غني د خپل ماشوم مينوال پخاطر د بند امير لوبغاړی دی

ليکوال: مدثر دعوت
د افغانستان کريکټ ملي لوبډلي توپوهونکی عثمان غني د خپل ماشوم مينوال په غوښتنه د بند امير لوبډلې سره يوځای سوی.
احمد الياس ډېر ماشوم ځوان دی خو د کريکټ په نړۍ کې د عثمان غني سره بې حده مينه لري.
احمد الياس وايي په عربي اماراتو کې د عثمان غني لوبې خورا خوند راکړ،هغه مهال بيا لا راباندې ګران سو چې کله مې ورسره وليدله او ماته يې ډېره مينه راکړه،نو ځکه يې هره لوبه تعقیبوم او د نيږدې يې هم ګورم.

الياس وايي د شپږېزې لېګ تر بولۍ وړاندې مې خپل پلار ته چې د بند امير لوبډلې مالک دی وويله چې عثمان غني به په شپږيزه کې زموږ د لوبډلې سره لوبېږي چې هغه هم راسره ژمنه وکړه او پرځای يې کړه.
عثمان غني د افغانستان ملي راډېو تلوېزيون سره مرکه کې وويله چې کله په شپږيزه کې د بند امير ښامارانو مالک حاجي وفا زه دې لوبډلې ته واخيستلم نو مسيج يې راته وکړ چې دا زما د زوی غوښتنه وه چې ته بايد زموږ سره ولوبېږې.

دی وايي زه پدې هڅه کې يم د الياس جان د زړه، د بند امير او د خپلو مينوالو لپاره په زړه پورې لوبه ترسره کړم.
بند امير لوبډله چې اصغر افغان يې لوبډلمشر دی په شپږيزه لېګ کې يې تر اوسه په ۵ لوبو کې ۳ لوبې ګټلي او ۲ يې بايللي چې تر ميس عينک وروسته په نوملړ کې دويم ځای لري.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ