روغه سټه ساینس او ټیکنالوژي

د انټرنیټ ډیر کارول، روغتیا زیانمنوي

لیکنه: مریم شریفي

ژباړه: مریم محمدي

انترنټ د معلوماتو د رسیدو لارې آسانه کړې، ډیرې اوږدې مسافې را لنډې کړې او د زیات وخت کارونه یې په لږ وخت کې ممکن کړل، د نړۍ له مختلفو ولسونو او کلتورونو سره خلک آشنا کړي، له بی شمیره ګټو سربیره زیانونه هم لري.

خو تازه خپاره شوي راپورونه وايي چې د يوې نړيوالې سروې له مخې، ٣٢ سلنه وګړي له انټرنيټه سمه ګټه اخلي، پاتې یې د خپل ژوند په بيه کاروي.

يوې نړيوالې سروې ښودلې چې د انټرنيټ زيات استعمال د انسان لپاره روغتيايي تاوانونه لري، چې تر ټولو دمخه انسان په انفلونزا، زکام او تبه اخته کوي.

په دې څېړنه کې، چې د سوانيس او میالن په پوهنتونونو کې شوې، ویل شوي چې د اوږدې مودې په مخه انټرنيټ کارول د انسان جسمي او دفاعي سیسټم زیانمنوي.
تر زياتو څېړنو وروسته، روغتياپوهان دې پایلې ته رسېدلي چې د انټرنيټ په زيات استعمال سره انسان په لاعلاجه ناروغيو هم اخته کېداى شي.

په څېړنه کې ثابته شوې، هغه کسان چې څو څو ساعتونه په انټرنيت کې په لټون بوخت وي، په هغوی کې د انلفونزا د ناروغۍ خطر ډېر زیات وي، او کله چې زکام شي، په اسانۍ د ذهن د دفاعي سیسټم د کمزورۍ، د کورسټول نومې هورمونونو د زياتېدلو او د خوب د کموالي له امله د وينې د کمښت ترڅنګ د کم خوراکۍ سره هم مخ کېداى شي، چې درملنه یې بيا ډېره ګرانه تمامه شي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي