دوه سوه نور بهرني سرتیري له افغانستانه ووتل؛ امریکا کې یې پراخ هرکلی ونه شو

راپور: بشر درویش

له افغانستانه شا او خوا ۲۰۰ امریکايي سرتیري خپل هیواد ته ستانه شوي دي.
د امریکايي رسنیو د راپورونو پر اساس د ویسکانسن ملي ګارډ په نوم ۲۰۰ امریکايي عسکر امریکا ته رسیدلي دي.
لویدیځو رسنیو ویلي چې دغو سرتیرو ته د راستنیدو مراسم د کورونا ویروس د خپریدو ترسره نه شول او یوازې د لوړ پوړو نظامي چارواکو یوې ډلې لخوا ورته ښه راغلاست ویل شوی و.
د دې ځواکونو شاوخوا نیمایي برخه لا دمخه په تیرو څو میاشتو کې د متحده ایالاتو د سرتیرو کمولو د پلان برخې په توګه له افغانستانه وتلې ده.

باید وویل شي چې اوس په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمیر له ۸۰۰۰ څخه ۶۰۰۰ ته راکم شوی دی او ویل شوي چې تر ۲۰۲۱م کال پورې به ټول بهرني سرتیري ووځي.
طالبانو او امریکا هم یوه هوکړه کې ویلي چې بهرني سرتیري به له افغانستان ووځي.
دا په داسې حال کې ده چې ویل شوي لنډ وخت کې به د سولې بین الافغاني مذاکرات پیل شي، خو له دې هر څه سره سره تر اوسه دا خبرې نه دي پیل شوي او ویل شوي چې د پاتې بندیانو په ځنډ خوشې کول او د طالبانو له لورې دا دریځ چې د افغانستان حکومت د حکومت په حیث نه منې، ددې خبرو پر وړاندې خنډونه بلل کیږي.
 
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.