اقتصاد خوندیتوب رسنۍ سیاست له نړۍ

د ټایوان سره د امریکا مرسته؛ چین یې مداخله بولي

لیکنه: مهر تاج

متحده ایالاتو تصمیم نیولی چې ټایوان ته په ملیاردونو ډالر وسلې ورکړي، تر څو پر چین فشار راوړي.

د برېټانیې نشریاتي ادارې په حواله، متحده ایالاتو د ټایوان سره د وسلو د پلور تړون کړی، چې په چین فشار زیات کړي.

پنټاګون وايي، چې له ټایوان سره د وسلو درې سیسټمه تړون لري، چې په کې راکټ لانچر، سینسرونه او توپونه شامل دي.

په دې اړه د ټایوان دفاع وزارت ویلي، چې له متحده ایالاتو څخه ترلاسه شوې وسلې به د ټایوان ځوابیه قدرتونه او پټ جنګ (عملیات) به یې پیاوړی کړي.

د برېټانوي رسنیو په حواله، دې معاهده کې ۱۳۵ لارښود کروز توغندي، ګرځنده سپک راکټ لانچرونه او جاسوس پوډونه شامل دي، چې د جنګي جټ الوتکو سره وصل شوي.

د چین او ټایوان ترمنځ په وروستیو کلونو کې تاوتریخوالی ډېر شوی، او بیجینګ د ایسلینډ د بېرته نیولو لپاره د ځواکونو کارولو امکان نه دی رد کړی.

د برېټانوي رسنیو په وینا، د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار “رابرټ براین” تېره اوونۍ ویلي وو، چې هغه په دې باور نه درلوده، چې چین په ټایوان برید ته چمتو دی، ټایوان په راتلونکې کې ځان ساتلو یا له ځانه دفاع کولو ته اړتیا لري.

د یادوني وړ ده، چې چین ادعا کوي ټایوان د دغه هېواد لازمي برخه ده ، خو برعکس ټایوان بیا ځان یو جلا هېواد ګڼي.

د برېټانیايي رسنیو د راپورونو په حواله، متحده ایالاتو په وروستیو میاشتو کې له ټایوان سره خپلې اړیکې ګړندۍ کړې، چې د اګست په میاشت کې د متحده ایالاتو یو مهم سیاستوال وروسته د څو کالو د ټایوان له ولسمشر سره وکتل.

چین د متحده ایالاتو د سیاستوال او تایواندي ولسمشر ترمنځ ناسته په کلکه غندلې، او ویلي یې دي، چې امریکا باید د تایوان په مسئله کې غلط پیغام ونه لیږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ