امریکا پر روسې بندیزونه ولګول

د بایډن ادارې په روسیه باندې ټاکنو کې د لاسوهنې په تور بندیزونه لګولي دي.

د لویدیځو رسنیو د راپورونو له مخې، په روسیه باندې په ټاکنو کې د لاسوهنې او سایبر بریدونو په تور بندیزونه لګول شوي دي.

د راپورونو له مخې، په۳۲ تنو د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د لاسوهنې په تور بندیزونه لګول شوي دي.

بل خوا، ناټو ددې بندیزونو ملاتړ کړی دی.

په عین حال کې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د متحده ایالاتو د بندیزونو په اړه د امریکا سفیر احضار کړی او غبرګون یې ورته ښودلی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، چې د متحده ایالاتو نوي بندیزونه د ولسمشر بایډن له روسیې سره د اړیکو د عادي کولو له غوښتنې سره مخالف دي، چې په پرلپسې ډول یې متحده ایالاتو ته د دښمنانه عملونو د پایلو په اړه خبرداری ورکړی.

تر اوسه مشخصاً معلومه نه ده چې په نورو کومو برخو کې یې پر روسې بندیزونه لګولي دي.

روسیه او امریکا دوه لوی قوتونه دي چې ډیر کله سره په نړیوالو مسایلو کې په شخړو اخته وي.