مارچ 4, 2021

ولسمشر غني د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې کړي

د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر غني تېر ماښام د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره پر افغان سوله او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړې دي.

خبرپاڼه لیکي، چې په دې تلیفوني خبرو کې همدا راز په سیمه کې پر روان وضعیت، د امنیت په ټینګولو او د ترهګرۍ سره په مبارزه هم خبرې شوې دي.

د خبرپاڼې په وینا، دواړو لورو همدا راز د سولې په روانه پروسه کې پر پرمختګونو خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې په دې پرخه کې به ددواړو هېوادونو ترمنځ همکاري ډېرېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني ویلي افغانان سوله غواړي او ددې غوښتونکي دي چې د اغېزناکو مذاکراتو پر مټ یې په هېواد کې روانه اوږده جګړه پای ته ورسېږي.

د خبرپانې له مخې دواړو لورو د سولې په برخه کې د بریا لپاره پر سیمه ییزه او نړیواله ديپلوماسۍ او اجماع هم ټینګار کړی دی.

په ورته وخت کې بیا په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر له رویټرز سره په خبرو کې ویلي دي چې تر دې وړاندې به طالبانو د ژمي په موسم کې جګړې کمولې، خو دا ځل یې برعکس د ژمي په موسم کې هم جګړو او تاوتریخوالي ته ادامه ورکړې ده.

د نوموړي په خبره طالبانو تاوتریخوالی ډېر کړی دی او دا د سولې په برخه کې تر ټولو ستر خنډ دی.

سکاټ مېلر دا اندېښنه هم څرګنده کړې چې ښايي د پسرلي او اوړي په موسم کې طالبان جګړې لا شدیدې کړي خو له دغه ډلې غواړي چې د جګړې پر ځای د دوحې له هوکړې سره سم د تاوتریخوالي پر کمولو او بین الافغاني مذاکراتو تمرکز وکړي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي