افغانستان سوله سیاست نړۍ

واشنګټن اېګزماینر: د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امنیت په پرتله خپله ځانغوښتنه پورته بولي

لیکنه: ياران
اعلان

ژباړه: عبدالله جاويد

واشنګټن اېګزماینر په خپل یوه مطلب کې لیکي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امنیت څخه خپله ځانغوښتنه (اېګو) پورته بولي. خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دواړه د طالبانو سره د خپل چوکاټ معاملې په اړه د نیوکو د خاموشولو په لټه کې دي. تېره اونۍ محب واشنګټن ته لاړه خو امرالله صالح ته ځکه د امریکا سفارت ویزه ورنکړه تر څو د صالح مخه ونیسي چې د کانګرس غړو ته له طالبانو سره د خلیلزاد د چوکاټ معاملې د مسیر په تړاو معلومات ورنکړي.

مطلب وروسته بیانوي چې د نیوکو غلي کول یو بده نښه ده، خو که له طالبانو سره معامله هغه شان سمه وي چې خلیلزاد او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت يې وايي، نو بیا يې دې پرانیستي او رښتوني بحث ته راوباسي.

کابل په خپلو اندېښنو کې یواځې ندی، امریکا له هند څخه هم په تېره جنورۍ میاشت کې غوښتي و چې په افغانستان کې ستر رول ولوبوي، خو هند پوښتي چې خلیلزاد د ځانغوښتنې، حرص، یا راحتۍ له امله د زموږ سره د افغانستان د راتلونکې په تړاو د خپلو معاملو په اړه نه غږېږي، نو موږ به څه ډول افغانستان کې ښه همکاري وکولای شو.

د خلیلزاد کړنې سړي ته هماغه د کرېسټوفر هېل ډيپلوماسي ورپه زړه کوي چې یوه لسیزه وړاندې له شمالي کوریا سره د خپلې ځانغوښتنې په پایله کې یواځې کېناست، د شویو خبرو اترو رېکارډونه يې پاک کړل او د ترسره شوي کار په لالچ کې يې د هر ډول نیوکو د خاموشه کولو هڅه کوله. خو دومره باید وویل شي چې، هغې چارې کار ورنکړ.

ښاغلي محب امریکا ته د وروستي سفر پرمهال پر خلیلزاد سختې نیوکې وکړې

خو ډېوېډ هېل دغو د سلګونو امریکایانو د قاتلینو سره خبرو ته ناست دي او بیا د محب نیوکې ورته ستر سپکاوی ښکاري او پر خپل یوه ډيپلوماټ نیوکې “د نه منلو” بولي.

که د ډېوېډ هېل د کړنو په اړه راپورونه سم وي، نو بیا هغه دا کار د امریکا د ملي امنیت شورا په خوښه کړی او دا بیا د ادارو تر منځ یو بهیر دی، نو ټرمپ بیا د امریکایانو ژوند په خطر کې اچوي، ځکه محب یواځې د ډيپلوماټونو لپاره نه بلکې د امریکا د استخباراتو او پوځ لپاره هم مشر اړیکه جوړونکی دی. که ډېوېډ هېل دا کار پخپل سر کړی وي، نو بیا د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن بیا خپله دنده په سم ډول نه ترسره کوي.
په دواړو حالاتو کې وضعیت د امریکا د منافعو پر خلاف روان دی.

نو بیا هم که امریکا د افغانستان په مسله کې وړاندې ځي، لاندې کارونه باید وکړي:
• امریکا دې نه اوس او نه هم په راتلونکې له افغان امنیتي ځواکونو او استخباراتو سره خپلې اړیکې پرې کوي. دا کار دې پدې خاطر نه کوي چې د ناټو او امریکا په پرتله ډېر افغان ځواکونه وژل شوي دي، بلکه د امریکایانو د ژوند د ژغورلو لپاره دې دا چاره ترسره کړي.

په کابل او ډېلي کې دې د امریکا د متحدینو تر منځ نیوکو ته ځواب ورکړل شي، نه دا چې خاموشه یې کړي.

• هغه معقوله یوې خوا ته پرېږدي چې وايي ناوړه معامله له نه معاملې نه ښه ده. کله کله، سازش او مدارا د عقلمند کار نه وي. نو، آیا امریکا دې له القاعده، حماس، حزب الله، الشباب او داعش سره هم سازش وکړي؟

• که هدف سیاسي پروسې ته د طالبانو راوستل وي، سمه ده. نو پدې صورت کې دوی باید پروسې ته متعهد وي، وسلې کېږدي، او د امریکايي ځواکونو او متحدینو له وتلو وړاندې دې په ټاکنو کې برخه واخلي.

• د امریکا لپاره سټراټیژیکه مسله دا نه ده چې آیا د تل لپاره دې دلته پاتې شي بلکې دغه ده چې څنګه په افغانستان کې د داسې تشې مخه ونیسي یا يې ډکه کړي چې امریکا ته امنیتي ګواښ رامنځته کوي. دلته اړینه دا ده چې هند رانږدې کړل شي نه دا چې له ځانه لرې کړل او یا په تیاره کې وساتل شي.

• له طالبانو سره پداسې ډول معامله کول چې ګواګې دوی له پاکستان څخه خپلواک دي دا معنی لري چې حزب الله هم د ایران له مرستې پرته مستقل دی. دا خبرې په زړه خوږې لګي، خو حقیقت دا نه دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت باید د وروستي ټکي په تړاو یوه پالیسي رامنځته کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران