افغانستان سرسکالو سوله سیاست

د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان: هره پریکړه له افغان حکومت سره په مشوره کوو

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

افغان ولسشمر محمداشرف غني پرون ماښام د امریکا متحدو ایالتونو د پوځ د مرکزي  قومندانۍ قومندان جنرال مک کینزي سره په ارګ کې، وکتل.

ولسمشرۍ ماڼۍ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې د جمهوررئیس لومړي مرستیال، د ملي امنیت سلاکار او د ملي دفاع وزارت سرپرست هم حضور درلود، دواړو لوریو د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې ترمنځ د سولې مذاکراتو د پیل، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا او ملاتړ او د افغانستان او سیمې د وضعیت په اړه بحث او خبرې وکړې.

جنرال مک کینزي وویل:

«په دغه مهمه او تاریخې ورځ زما د راتګ موخه دا ده چې یو ځل بیا د افغانستان دولت، خلکو او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د امریکا متحدو ایالتونو پر ملاتړ ټینګار وکړو. زموږ ټولې پرېکړې د افغانستان حکومت سره په مشوره ترسره کېږي.»

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ جمهوررئیس غني جنرال مک کینزي ته د ښه راغلاست پر مهال له خپلواک، متحد او دیموکراتیک افغاستان څخه د امریکا متحدو ایالتونو د ملاتړ دریځ وستایلو.

دا په داسې حال کې ده چې پرون په همدې ورځ په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې هم پيل شوې، معلومه نه ده چې تر کومې نیټې به دوام وکړي.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ