خبريال: مدثر دعوت
په امريکا متحده ايالاتو کي د کرونا ويروس له کبله د مړو شمير تر چين واووښتی.
د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخي په امريکا کي د کرونا له امله د مړو شمير تر ۳۴۰۰ اوښتی دی .
د ياد پوهنتون د کرونا څانګي ويلي چي په امريکا متحده ايالاتو کي د کرونا ويروس له کبله د مبتلا سويو کسانو شمير ۱۷۶۸۱۷ تنو ته رسيدلی ،او د مړو شمير يې ۳۴۱۵ کسانو ته ورسيدی.
پداسي حال کي چي په چين کي ۳۳۰۹ کسان مړه سويدي.
په نړيواله کچه په کرونا ويروس باندي ۸۳۷۰۱۶ اخته سوي او ۴۱۲۳۸ کسان يې وژلي دي.
د دغو دوو مېوو ترکیب په چټکتیا سره د بدن غوړي اوبه کوي
د مېوو له ډلې کولای شو له سټروس (ګرېپ فروټ) او لېمو څخه نوم واخلو چې له یو بل سره په ګډه کولای شي د وينې د قند کچه ښکته راولي او د انسولین د ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي