اقتصاد سیاست نړۍ

د امریکا او چین اقتصادي جګړه: ټرمپ خپله پښه په خپله ویشتلې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا غږ کړی چې پر چینایي توکو به تعارفه لوړه کړي. د او پر چینايي توکو د ۳۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت چې لس سلنه کیږي پخوانۍ تعارفې د امریکایي سواداګرو غوسې راپارولي.

ځکه د دوی په وینا پر چینایي توکو د تعارفو د لوړولو زیان به تر ډېره بیرته امریکا ته ورسیږي، که امریکا پر نورو چینايي توکو ګمرکي تعارفې لوړې کړي، نړیوال بازار به هم اغیزمن کړي.

دا خبرې وروسته له هغې کیږي چې څو ورځې وړاندې ټرمپ پر نورو توکو د لس سلنه تعارفې د لوړولو ګواښ وکړ. یو شمیر اقتصادي څیړونکي په دې باور دي چې که امریکا پر نورو چینايي توکو تر لس سلنه تعارفه لوړه کړي دا چاره به تر ډېره زیان خپله د امریکا اقتصاد ته ورسوي.

د چین او نړۍ د سوداګرۍ مرکز مشر وايي: که امریکا سره شته ستونزې حل نه شي دا به ټول نړۍ ته یو منفي پيغام واستوي.

بل لور ته د سپينې ماڼۍ یو پخواني اقتصاد سلاکار ویلي: که امریکا دا تعارفه را ټيټه نه کړي امریکایۍ سواګري به هم ورسره زیانمنه شي.

د نوموړې په اند ټرامپ خپله پښه په خپله ویشتلې ده، ځکه هغوی چې کومې تعارفې ټيټي ګڼي او وایي لس سلنه دی خو دا د چین او امریکا ترمنځ سوداګرۍ ته په پام سلګونه میلیارده ډالر کیږي.

د امریکا د اقتصادي چارو یو شنونکی وايي : ” زه وایم چې دا تعارفه به تر ډېره د امریکا پر سوداګرۍ هم اغیزه وکړي. ولې؟ ځکه د توکو بیه لوړیږي ، تکنالوژي درنیږي، چې د ده سره به د امریکا سوداګرۍ هم ډېر زیان وویني.“

داسې ښکاري چې د چین او امریکا ترمنځ وروستۍ سوداګریزه جګړه چې د ډیرو په باور ولسمشر ټرمپ پیل کړې په اوږدمهالې توګه خپله د امریکا اقتصاد زیانمنولی شي. نړیوال مارکیټونه هم ددې جګړې له اغیز خوندي نه دي او د نړۍ د اقتصادي شنونکو په وینا دا چاره به ټوله نړۍ د یو لوی اقتصادي بحران سره مخ کړي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم صدیقی، کابل کې د یاران ټیم غړی

مريم د کابل پوهنتون له ژبو او ادبياتو څخه فارغه شوې ده. تر څنګ يې په ټولنيزو او کلتوري مسلو ليکنې کوي. هغه په پښتو درې سربېره په اردو او انګليسي ژبو هم پوهيږي خو د انګليسي ژبه زدکړې سره ډېره مينه لري.