د امریکايي ځواکونو وتل پیل سوه.

خبریال: فضل الله فضلي
د طالبانو او امریکايي ځواکونو له توافق وروسته نن د امریکايي ځواکونو وتل له افغانستان څخه پیل سوه.
د یو امریکايي اسوشییټیډ خبري اژانس په حواله چي د امریکايي ځواکونو وتل د یو پلان له مخي ترسره کیږي.
د یادو ځواکونو د ۱۳۰۰۰ تنو څخه به یې یوازي ۴۴۰۰ ځواکونه وځي او پاتي ۸۶۰۰ به تر ۲۰۲۱م کال پوري افغانستان کي وي او له هغه څخه به وروسته دا ځواکونه هم ولاړ سي.
د طالبانو د توافق سره سم به تر ۲۰۲۱ م کال پوري ۸۶۰۰ ځواکونه افغانستان کي پاته وي، ځکه امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وه، چي تر ۲۰۲۱م کال پوري به دوی انتظار کوي.

ټرمپ ویلي وه، چي دا ځواکونه به ځکه پاته وي، ترڅو طالبان و ازمايي چي دوی بیا ځلي د امریکا خلاف د افغانستان خاوره استعمال نه کړي.
د امریکايي ځواکونو وتل په داسي مهال کي پیلیږي، چي نن د افغانستان د ولسمشر محمداشرف غني د لوړي مراسم هم ترسره سوه.
په دې مراسمو کي تر ۴۰ زیاتو هیوادونو مېلمنو او استازو برخه واخیستل.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.