فبروري 26, 2021

له نابلدو خلکو مه تېرېږئ؛ هغوی سره په مهربانۍ مخامخېدل دا ګټې لري

ژباړه او راټولونه: نوراحمد فضلي
په نننۍ نړۍ کي باور او مهرباني هومره کم رنګه سوي دي، چي له خپلو ډېرو نژدې دوستانو او ملګرو په هاخوا د نابلدو او ناشناخته وو سره سنت سلام هم نه کېږي. ځیني کسان په دې فکر دي، چي یوازي باید د دوستانو او ملګرو سره مهربان اوسو، د نابلدو سره نه. خو زه یو بل نظر لرم. که تاسي هم ورته تصور لرئ، زه تاسي ته وایم چي ستاسي دا تصور په هومره اندازه چي تاسې فکر هم نه سئ کولای، کولای سي ستاسي پر دوستۍ باندي اغېز وښندي.
له نابلدو او ناشناخته وو سره مهربان اوسېدل دا نه معنا چي په احمقانه ډول ورباندي باور وکړئ او هغوی ته د يوه باارزښته دوست او ملګري په شان اهمیت ورکړئ. بلکي په دې معنا دي، چي صابر اوسئ، ژر قضاوت مه کوئ او د انسانانو سره د اوسېدو له پاره مو خپل ټول کوشش وکړئ. لاندي هغو دلایلو ته اشاره کوو چي ښيي ولي له نابلدو سره مهربان اوسېدل ستاسي د دوستۍ او ملګرتیا سره مرسته کوي.
هغو کسانو ته چي تاسي ته اهمیت لري بد روحیات لېږدول کېږي
ځیني وختونه ممکن په ټولنه کي د انسانانو ښه او بد ټکي زغمل او د هغو سره اوسېدل مو خسته کړي. کله چي په ګڼه ګوني کي عصبي سوي ياست، موټران د مخ او شاته کېدو حق نه مراعاتوي یا کله چي غواړئ له مارکېټه یو جنس را پورته کړئ، بل نفر ژر راځي او هغه ستاسي څخه مخکي راپورته کوي. ځیني وختونه انسانان په خپله نړۍ کي وي او دا یعني کېدای سي چي مناسب سلوک ونه کړي.
کله چي مو د نابلدو کسانو ناسم سلوک زهیروي، او بیا یو ګړی وروسته له خپلو دوستانو څخه هماغه رفتار وینئ دا خورا سخته ده. رښتیا دا دي، چي ستاسي د دوستانو رفتار د هماغو نابلدو کسانو په شان دئ چي تاسي زهیروي. که ستاسي سره داسي وسي، آیا غبرګون ښياست که صبر؟
تاسي نه سئ کولای چي د انسانانو رفتار تغییر کړئ خو دا بیا کولای سئ چي په وړاندې خپل غبرګون ته تغییر ورکړئ. نو که نه سئ کولای چي د نابلدو کسانو سره خپل بدرفتارۍ ته تغیر ورکړئ، دا رفتار په کراره کراره ستاسي خصوصي ژوند ته هم سرایت کوي او ستاسي دوستان هم ورڅخه په آمن کي نه پاته کېږي.
د هغو کسانو سره بدترین سلوک کول چي کېدای سي ستاسي دوستان سي!
ومنئ، کله چي په يوه نوې او تازه دوستۍ کي قدم ږدئ، له ځانه خپل ښه ترین رفتار ښکاره کوئ. کله چي دوستان په کراره کراره ستاسي سره آشنا کېږي، ستاسي بد عادات و اخلاق په آسانۍ سره څرګندېږي ولي چي هغوی نور ستاسي دوستان جوړ سوي دي او ستاسي منفي سلوک جدی نه نیسي.
خو هرکله چي په لومړي ځل د یو چا سره وینئ، حتا په پوه نامناسب وخت کي یو غیر مودبانه نظر هم هغه له تاسو لېري کوي. تاسي کله هم نه پوهېږئ چي څوک مو په ژوند کي مهم رول پیداکوي ځکه ستاسي ټول آشنایان و ملګري هم یوه ورځ نابلده ول.
دا په دې معنا چي که له نابلدو سره ښه رفتار او سلوک ونه لرئ، شوني دي یوه ورځ بیاځلي د هغوی سره مخامخ سئ او وغواړئ چي ورسره لنډي خبري وکړئ. هغه وخت به نو بیا یوازي دا نه چي ستاسي له پاره به شرم وي بلکي هیڅ وخت به مو یاد کس دوست او ملګری نه سي.
منفي ګرايي یو عادت دئ
که مو عادت کړی وي چي همېشه له نور ګیلې مانې کوئ، احتمالاً د داسي کسانو سره اوسئ او یا مو پر شاوخوا باندي داسي کسان راچاپېر دي چي د یادي ځانګړني درلودونکي دي. مشکل نسته که کله د ژوند له ناانصافیو او نا عدالتیو شکایت وکړئ خو همېشه باید له ځانه سره دا منفي انرژي ونه لېږدوئ. کولای سئ چي خپلي ګیلې مانې مو له دوستانو او ملګرو سره شریکي کړئ، خو مې هېروئ چي ډېر تاکید ورباندي ونه کړئ داسي چي منفي ګرايي مو شخصیت اصلي ځانګړنه جوړه سي.
له نورو سره مهرباني کول دا مرسته درسره کوي چي په خپلو دوستانه اړیکو کي اختلافات مدیریت او قابو کړئ
که له هغو کارونو چي نابلده کسان ئې کوي ښه نه وړئ، کېدای سي له هغوی سره خبري اتري وکړئ. دا ژر زجر ورکوونکی رفتار کېدای سي ستاسي تر دوستانو پوري هم ورسېږي. هغه بیا چي کله د دوستانو په مقابل کي ددې پر ځای چي صبر ولرئ، یوازي به جنګ و جدل کوئ.
خو که هڅه وکړئ په ټولو هغو کسانو کي چي نې پېژنئ، ښې ځانګړتیاوي پیداکړئ، دا ددې سبب کېږي چي دا سلوک په خپلو دوستانو کي هم ښکاره کړئ او د دوستانو مثبت ټکي درته نور هم پُر رنګه سي. هغه وخت بې بیا د نیمګړتیاوو پر ځای، د هغوی مهرباني ستاسي سترګو ته درېږي.
ډېر دوستان پیداکوئ
له نابلدو سره مهربان اوسېدل مو مرسته کوي چي خپل افکار او روحیات مو پر داسي یوه طریقه جوړ کړئ چي لا زیات مثبت وي. که مثبت فکر کوونکي کس اوسئ، په طبیعي ډول به زیات دوستان پر ځان در مات کړئ.
مثبت ګرايي په دې معنا نه ده چي پياوړی شخصیت یا اخلاقیات ولرئ، بلکي هغه عملکرد چي د نابلدو کسانو په مقابل کې ښکاره کوئ، باید جالب او په زړه پوري وي. مثلاً که مو په یوه مېلمستیا کي له دوو داسي کسانو سره ليدلي وي چي یو ئې مثبت ګراه و او خلاص تندی ئې درلود او یوه ئې له ګیلو مانو پرته بل کار نه درلود، نو تاسي به د کوم یوه پر خوا ور جذب سئ؟
له نابلدو کسانو سره مهربان اوسېدل، د هغو نوو دوستانو سره چي غواړي ستاسي سره لا زیات آشنا سي مرسته کوي. نور نو هرڅه په تاسي پوري اړه لري – پر موږ ئې ویل ول.

کوپټیل؛ په نړیوالو شل اوریزه سیالیو کې زیاتې شپږیزه وهونکی لوبغاړی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

لیکنه: محمدصابر حمیدي   د نیوزیلنډ د کرکټ ملې لوبډلې پیلیز لوبغاړي مارټین کوپټیل د اسټرالیا په وړاندې لوبه کې په ۵۰ توپونو ۹۷ منډې وکړې، چې ۸ شپږیزې او ۶ بیا څلوریزې شاملې وې. ... نور ولولئ