ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

تفاهم؛ د تفاهم موضوعات او په تفاهم کې اغېزناک عوامل کوم او څه دي؟

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي

تر هرڅه دمخه باید کورنۍ وپېژنو چي کورنۍ څه او چشي ده. کورنۍ د یوې ټولني تر ټولو کوچنۍ هسته او یو اجتماعي نهاد ده چي له یوې ښځي او نارينه او د هغوی له اولادونو څخه تشکيلېږي. د یوې کورنۍ اصلي اساس او بنسټ واده دئ. ځکه نو واده د هر انسان د ژوند یوه مهمه او ستره پېښه ده. داسي چي د مېړه يا ماینې؛ د بریا یا ماتي احساس سرنوشت ټاکونکی دئ. ځکه خو نو باید واده د خپلو خاصو او سهي اصولو له مخي وکړل سي څو لومړی د افرادو او ورپسې د ټولني د رشد، ودي او پرمختګ اسباب مساعد کړي. نو پر هر هلک او نجلۍ باندي دا لازمه ده چي تر واده دمخه د خپل راتلونکي ملګري په اړه کافی معلومات او اطلاعات ترلاسه او وروسته واده وکړي. د کورنۍ تر پېژندلو وروسته اړتیا ده چي تفاهم هم وپېژنو؛ معنی او مفهوم ئې وڅېړو.

تفاهم د متقابل درک په معنا دئ. په ګډ ژوند کي د یوې موضوع په اړه د طرفینو د نظریاتو د نژدې والي او مشترک فهم او درک ته تفاهم وايي. همدارنګه یو د بل پر رفتارونو او د هغوی پر سببونو پوهېدل او یو او بل ته د شخصي علایقو، باورونو، رفتارونو په برخه کي یو د بل حق او حقوق ورکولو په معنا دئ. په ژوند کي تفاهم ته د رسېدو له پاره باید شرایط او عوامل مهیا وي داسي چي تر واده دمخه، نر او ښځه باید په کافی اندازه په خپل ژوند کي تفاهم ولري.  خپلو فردي توپیرونو ته په کافی توجه سره (چي د ارثي، محیطي او د وخت او ځای محصول دي) یو او بل درک کړي، یو د بل په ژبه سره وپوهېږي، د سلایقو او علایقو توپیر وکړي، او یو او بل چي څنګه دي هماغسي ومني. یو پر بل باندي د شفقت او مهربانۍ کولو، یو او بل زغملو، حُسن خلق، یو او بل تحملولو، خبرو اترو، مهربانه نقد او… روحیات ولري.

لنډه دا چي، هغه د پښتو مقولې مطابق: یو د بل په خوله و په زړه وي. لکه وايي چي وای، فلانکی او فلانکۍ یا فلانکۍ جوړه داسي یو د بل په خوله و په زړه دي. دا په دې معنا چي دغه مېړه او ماینه په خپلو کي تفاهم سره لري؛ بصیرت، درک، او پوهه لري او یو د بل پر ځای باندي ځان احساسولای سي. یو د بل په درد، خوږ، خوښي، خوشحالي، او… باندي پوهېږي او متقابل احساسات انتقالولای سي – دغه هرڅه پر دې دلالت کوي چي دغه جوړه په خپلو کي تفاهم سره لري.

بلخوا، ډېری وختونه په یوه ټولنه په خاصه بیا زموږ غوندي یوه سُنتي هغه کي تفاهم په توافق سره تعبیرېږي. په داسي حال کي، چي تفاهم یعني یو له بله نژدې فهم او درک لرل او توافق بیا د یوه نژدې درک او فهم درلودلو له پاره تلاښ او کوښښ کول دي. کوم کسان چي یو له بل سره تفاهم ولري په آسانۍ سره یو له بل سره ژوند او ګذران کوي خو کومو کسانو چي یو له بل سره توافق کړی دئ، کېدای سي د وخت په تېرېدو یا د حالاتو او شرایطو په تغیر سره نور ځانونه و یاد توافق ته ژمن ونه بولي. کېدای سي له توافقه ووځي. تفاهم یعني زه او ته مخکي تر دې چي له وړاندي مو یو له بل سره توافق کړی وي، زما او ستا باورونه او نظریات یو او بل ته نژدې دي. او توافق یعني زما او ستا له پاره لازمه ده چي د خپلو نظریاتو او باورونو یو له بل سره د نژدې کولو له پاره انرژي مصرف کړو؛ هڅي او تلاښ وکړو.

همدارنګه، یوه بله آساسي پوښتنه چي ډېرو خلګو ته پیداکېږي دا ده، چي یو لړ فرهنګي، دیني، سمتي، ژبني، زدکړه ییز، د سِن او عمر، تربیتي او روزنیز او نژادي توپيرونه به پر تفاهم باندي څوندي اغېز ولرلای سي. نو د دغو اندېښنو او د خلګو په جواب کي باید ذکر کړل سي چي څوندي چي د دغو توپیرونو کچه لوړه وي، هغوندي به د جوړو ترمنځ تفاهم اغېزمن او ستونزمن وي او دغسي کسان یو له بل سره د واده کولو له پاره مناسب نه دي. دا ځکه چي له طرفینو څخه ئې هر یو مسایلو او موضوعاتو ته له بېلو لید لوریو څخه ګوري. او دغه تفاوت خپله تفاهم له مشکل سره مخامخوي. بل خوا ته، توافق هم پر خپل ځای خورا مهم او په ګډ ژوند کي مهم نقش لري خو د ژوند د ملګري په انتخاب کي چي چشي ډېر مهم دئ، هغه تفاهم دئ. اوس پوښتنه دا ده، چي څنګه کولای سو پوه سو چي چا سره څنګه تفاهم لرو؟ نو ددې له پاره باید خپلي غوښتني وپېژنو چي له ګډ ژونده مو څه غوښتني دي. او دا چي واده د بېلابېلو متغیرونو حوزه ده، کله چي طرفین له دغو متغیرونو څخه ئې د هر یوه په باره کي یو له بل سره نژدې فهم او درک ولري، کولای سو ووایو چي په دغه مورد کي دوئ یو له بل سره تفاهم لري. تفاهم یو کلي مفهوم دئ چي د تفاهم په هر یوه مورد کي له یوشان واله او تفاهم څخه تشکيلېږي.

سربېره پر دې، د تفاهم موضوعات یوه بله پوښتنه کېدای سي چي په عامه اذهانو کي سته. نو باید ووایم چي د تفاهم موضوعات هماغه تر واده وړاندي د خبرو اترو او ګفتګو موضوعات دي. لکه:

  • ذوق او علاقمندي
  • دیني ارزښتونه او عقاید
  • اخلاقي عقاید او اصول
  • دوستان
  • اهداف او شخصي پرمختګ
  • قریبان او دوستان
  • د ژوند له ملګري سره صمیمانه اړیکه
  • خپله کورنۍ
  • د ژوند د ملګري کورنۍ
  • د اختلافاتو حل
  • پیسې او مالي موضوعات
  • تمنیات او توقعات
  • له هیجان او تنوع سره مخامخېدل
  • په کور کي د نر او ښځي دندي
  • د اولادونو تربیت او پرورښت
  • جنسي موضوعات

لازمه ده چي په دغو مواردو کي د طرفینو ترمنځ تفاهم سته والی ولري څو وکولای سو ووایو چي د دوئ ترمنځ تفاهم سته.

په تفاهم کي موثر او ګټور عوامل

په تفاهم کي لاندي عوامل ډېر ګټور او موثر نقش او رول لري. چي هغوی عبارت دي له:

یو پر بل باندي اغېز ښندل: په پښتو کي موږ یوه مقوله لرو چي وايي: واده د سلو کالو لار ده، نو کله چي یوه ښځه او سړی یو له بل سره دوندي وخت تېروي، حتمن یو د بل تر تاثیراتو لاندي راځي؛ یو د بل عقاید، باورونه، اخلاق او… ورباندي تاثیر کوي. له شک پرته، یو تقوا داره نارینه یا ښځه نه یوازي دا چي خپل د ژوند ملګرې/ملګری دیندارۍ، تقوا او پرمختګ ته تشویقوي، بلکي خپل کور یو پُرامنه او نېکمرغه محیط جوړوي؛ داسي محیط چي له ګناه، خشونته او جنګ و جدله خلاص هغه وي.

زدکړي: له شک پرته، یوه باتعلیمه جوړه یو او بل خورا ښه او بهتر ډول درک کوي او یو له بل سره صمیمانه اړیکي جوړوي. که څه هم زدکړي خود بخوده نه سي کولای چي په ژوند کي کافی عقل او درایت تضمین کړي، خو د زدکړو او تحصیلاتو د کچي نژدې والی – د نر او ښځي – د دوئ دوو په منځ کي د تفاهم یو خورا مهم عامل شمېرل کېږي.

سِن او عمر: سن او عمر دئ چي د مېړه او ماینې ترمنځ د دوئ غوښتني او علایق یو او بل ته نژدې کوي او کولای سي چي تر ډېره پوري یو د بل طبیعي غوښتنو ته جواب ووايي او د دوئ یو له بله تمنیات هم تر ډېره یو او بل ته نژدې والی لري. ارواپوهان معمولاً سپارښتنه کوي چي ښځه دي له دوو څخه تر څلور کلو په شاوخوا کي له نارینه څخه کوچنۍ وي.

د دوو کورنیو بېل او جل تربیتي او فرهنګي تناسب/برابروالی: زموږ هر یوه ډېری عادات، خویونه، رفتارونه، اخلاق او…  دا په ژوند کي له کورنیو څخه سرچینه اخلي او شکل نیسي. ځکه نو د هلک او نجلۍ د کورنیو تربیتي او فرهنګي یوشان والی خورا اهمیت لري او که یوشان والی ونه لري دا خپله د دوئ دوو په منځ کي د خورا زیاتو اختلافاتو او جنګ و جدلونو سبب کېږي.

د دوو کورنیو د اقتصادي او اجتماعي وضعیت تناسب: د کورنۍ مشاورین او ارواپوهان توصیه کوي چي د هلک او نجلۍ کورنۍ دي د اقتصادي او اجتماعي لحاظه یو او بل ته نژدې او ورته وي څو لا ډېر برابروالی او د هلک او نجلۍ ترمنځ توافق او تفاهم رامنځ ته سوی وي. دا به سمه وي، چي په ځینو مواردو کي به دغه قاعده عمومیت نه لري او وي به داسي کسان چي سره له ښکاره اقتصادي او اجتماعي توپیرونو چي لري ئې؛ بیا به هم یو له بل سره ښه ژوند کوي، خو په ډيرو مواردو کي بیا دغسي نه وي او د ښځي د کورنۍ اقتصادي وضعیت د نارینه له هغه څخه کښته کوي.

طبیعي تناسب او برابروالی: د کورنۍ مشاوران او ارواپوهان په دې باور دي هغه نارینه او ښځینه د عواطفو، د کارونو او فعالیتونو د ګڼ والی او حجم، ښایست او بدرنګوالي، درون ګرايي او برونګرايي، ګرم مزاج والی او سوړ مزاج والي او… له مخي معمولي او عادی حالت لري، دوئ یو له بل سره د واده کولو له پاره هیڅ کوم خنډ نه لري؛ خو که یو پُر انرژي فرد یا زیات فعال کس له یوه بې سیکه او کم تحرکه، یا یو برونګرا او اجتماعي کس له یوه درونګرا او مُنزوي کس، ښایسته له بدرنګه، ګرم مزاجه له سوړ مزاجه او… سره واده کوي دوئ به له ډيرو زیاتو مشکلاتو سره مخامخ کېږي لکه: بدبیني، غرور، تحقیر، خپګان او…

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي