ملګرو ملتونو اعلان وکړ، چې د دوی له کارکوونکو هم د مراجعینو د جنسي ځورونې په تړاو شکایتونه زیات شوي.
تازه راپور
یاد شوي سازمان په دې تړاو پرون یو راپور خپور کړ، چې پکې ویل شوي: یوازې په ۲۰۱۸ کې د ملګرو ملتونو له کارکوونکو د جنسي ځورونې تر ۲۰۰ ډېر شکایتونه شوي.
دغه راپور د ملګرو ملتونو د سرمنشي دفتر چمتو کړی او خپور کړی.
سرچینه وایي له دغو شکایتونو څخه څه باندې ۱۲۰ یې د ملګرو ملتونو له همکارو ادارو شوي.
د بېلګې په ډول: تېرکال د خوړو له نړیوالې ادارې (ډبلیو ایف پي) څخه د جنسي ځورونو ۱۹ شکایتونه شوي. ورتېرکال دا شکایتونه ۲۶ موردو ته رسیدل.
ویل شوي، چې تر ټولو زیات شکایتونه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو له ادارې ( یو این هیچ سي آر) څخه شوي.
د دغې ادارې کارکوونکي تورن دي، چې د کډوالو د جنسي ځورونې ترڅنګ یې په ځینو برخو کې پردوی جنسي تېری هم کړی.
له دغې ادارې د شکایتونو کچه تېر کال ۳۴ سلنه لوړه شوې ده.
د سوله ساتو ځواکونو سرغړونې
سرچینه وایي تېرکال د ملګرو ملتونو له سوله ساتو ځواکونو څخه د جنسي ځورونو شکایتونه کم شوي.
په ۲۰۱۷ کې له دغو ځواکونو څخه د جنسي ځورونو ۶۲ شکایتونه شوي وو، چې په ۲۰۱۸ کې دا کچه ۵۴ ته ښکته شوې ده.
د جغرافیې په لحاظ ځورونې
د ملګرو ملتونو کارکوونکي په پخوا کلونو کې ترډېره په مرکزي افریقا کې د خلکو په جنسي ځورونو تورن وو.
ملګري ملتونه وایي له پخوا څخه د دغو ځورونو شکایتونه مخ په کمیدو دي او دلیل یې دا دی، چې دوی دا شکایتونه څېړلي، رسنیز کړي او د عاملینو پر وړاندې ګامونه اخیستي.
یاد شوی سازمان ادعا لري، چې دغو ګامونو یې پر دوی د جنسي ځورونو د قربانیانو باور زیات کړی، ځکه خو یې خپلې ستونزې او شکایتونه ورسره شریک کړي.
ارامتیا ته رسېدل؛ ځانته ارزښت ورکول يې مهم اصل دی
ژباړه ارامتیا یانې دبهرنیو او دروني ستونزو څخه خلاصېدل او خوشحالي او دننه راحتي احساس ته رسېدل دي. د قران شریف له نظره هم ځینې عوامل لري لکه؛ د خدای یاد او ذکر کول، په ... نور ولولئ