عمر اکمل نشي کولای چې روان پي ایس ایل لیګ کې ولوبېږي

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې عمر اکمل یې د فساد له امله له سیالیو منه کړی دی او هغه نشي کولای، چې پنځم پړاو پي ایس ایل لوبو کې ولوبېږي.
عمر اکمل په یوولسو قضیو کې په لاس لرلو تورن دی او له ده یې د سپیناوي غوښتنه کړې ده.
د عمر اکمل تېروتنې او د کرکټ بورډ بندیز
عمر اکمل له ۲۰۱۵م راپه دېخوا پاکستانۍ لوبډله کې ډېر کم لیدل شوی او پاکستانی کرکټ بورډ یې علت اوټ فومي او ناسم فېټنېس په ګوته کوي.
خو له دې سربېره د پاکستان کرکټ بورډ یوولس داسې موارد ذکر کړي، چې عمر اکمل پکې تورن پېژندل شوی دی.
په ۲۰۲۰م کې د ناسم فېټنېس او ناسم سلوک له امله ګرم پېژندل شوی، چې ګواکې هغه د فېټنېس په ازموینه یا ټېسټ کې ناکام شوی دی.
د ۲۰۱۹م کال په اپرېل میاشت کې هغه د اسټرالیا خلاف لوبه کې په عربي متحده اماراتو کې د پاکستان د لوبډلې بندیز مات کړی و.
دا چې نوموړي کوم اصول مات کړي وو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړل شوي.
umarakmalapm_571_855.jpg
په ۲۰۱۸م کال کې یې یوه تلویزیوني خپرونه کې د لوبې برخه کې د جوړجاړي په اړه معلومات ورکړي وو او دا چاره هم د هغه په ناسمه دنده کې راغلي دي.
۲۰۱۷م کال سپټمبر میاشت کې له مایکي ارتور سره چې د پاکستانۍ لوبډلې مشر روزونکی و، په تونده لهجه خبرو کولو تورن شوی و او پړ بلل شوی دی.
په ۲۰۱۷م کال کې یې انګلستان هېواد کې د چمپین ټرافي پرمهال د ناسم فېټنېس له امله ناکام وبلل شو او له لوبو پاتې شو.
د ۲۰۱۶م په مۍ میاشت کې د ډیسيپلیني اصولو د ماتولو له امله پړ بلل شوی و.
۲۰۱۶م کال جنوري میاشت کې د لفظي شخړې له امله د نیوزیلېنډ خلاف شل اوریزو لوبو څخه محروم کړل شوی و.
په ۲۰۱۵م کې د انګلستان خلاف شل اوریزه لوبه کې له دې امله منع کړل شو، چې د کرکټ بورډ له اجازې پرته یې یوه مېلمستیا کې ګډون کړی و.
په ۲۰۱۴م کې یې د ترافیکي اصولو ماتولو له امله پړ پېژندل شوی و.
په ۲۰۱۲م کال کې یې د سریلانکا خلاف شل اوریزه لوبه کې د لوبڅار د اجازې پرته لاس پنجو یا ګلفزونو پسې تللی و، چې دا چاره یې هم د تېروتنې په نوم ثبت شوی.
په ۲۰۱۱م کې یې له رسنیو سره داسې مرکه کړې وه، چې هغه د ده صلاحیت نه و، بلکې د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوولیت و.
 

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.