روغه سټه ژوند بڼه کورنی ژوند

پرته د التراساونډ (تلویزونې) معاینې د راتلونکي ماشوم جنسیت معلومولو عجیبه دودیزه لارې

لیکنه: مهر تاج
  • ژباړه او زیاتوونه: مهر تاج

د التراساوند ټیکنالوژي معیاناتو له راتګ د مخه کومو میندارو میندو چې غوښتل به یې د خپل راتلونکي ماشوم جنسیت معلوم کړي په ځینو باورنو (انګېرنو /پال نیولو) عقیده درلوده.

که څه هم اوسنۍ میندواره میندې د ساینس پر مرسته د خپل راتلونکي ماشوم جنسیت معلومولای شي، خو بیا هم ډېری نورې په پخوانیو طریقو باور لري، اوس یې هم امتحانوي او د ماشوم د جنسیت معلومولو وړاندوینه پرې کوي.

که چیرته تاسي (میرمنې) هم د خپل ماشوم جنسیت معلومول غواړئ، نو د وړاندوینې لپاره ذکر شوې ځینې طریقي وازمایئ او بیا وګورئ چې څه نتیجه لاسته راوړئ.

په خیټه د ګوتمۍ ځوړندول

آیا تاسي پوهیدئ چې پدې طریقه کې د واده له ګوتمۍ څخه هم استفاده کېږي!؟

پخوانۍ طریقه داسې وه چې، یوه ګوتمه کې تار اچول کېږي او بیا د میندوارې مور په خیټه ځوړنده نیول کېږي، که چیرته ګوتمۍ په دائریوي شکل تاوېدله، نو د راتلونکي ماشوم جنسیت هلک دی او که چیرته ګوتمۍ ښې او کېڼ لوری ټالونه وهل (تاوېدله)، نو بیا د جینۍ د راتګ چمتووالی نیسئ.

زړه په څومره تېزۍ سره حرکت کوي!؟

د زړه د درزا حرکت مو وڅارئ؛ ویل کېږي، که چیرته ستاسو د ماشوم د زړه ضربان سست وي او په في دقیقه له ۱۴۰ ځلې کم درزېده، نو ماشوم مو هلک دی، او که په دقیقه کې له ۱۴۰ څخه ډېر و، نو تاسي د یوې لور والدین کېږئ.

کومو خوړو ته مو زړه کېږي؟!

فکر وکړئ، چې څه خواړو ته مو ډېر زړه کېږي، د ځینو کسانو په وینا، که چیرته په رحم کې هلک وي، نو د میندو پروټین لرونکو خوړو ته زړه کېږي، مثلاً د غوښې خوړلو ته ـ د همدې دلیل په بنا هغه میندې چې لور راوړي، خوږو شیانو ته یې ډېر زړه کېږي، مثلاً تازه میوې، بیسکټ او داسې نور…

د خیټې ساخت

خپله خیټه په ائینه کې وګورئ؛ که چیرته تاسو ته داسې ښکاره شوه، لکه تاسي چې د خپل کمیس لاندې باسکټ بال پټ کړی (ایښی) وي، نو کیدای شي د زوی مور شئ، خو که چیرته داسې ښکاره شوه، چې ګوندي پوره هندواڼه مو پټه کړې (ایښې)، بیا کیدای شي د لور مور شئ.

د تشو بولو (میتیازو) رنګ

که چیرته ستاسي بولې تېز ژیړ رنګ لرونکي وي، نو د ځینو خلکو په وینا، دا د هلک علامات دي، خو که چیرته یې رنګ پیکه ژیړ و، نو بیا د جینۍ نښه ده.

د نارینه وزن

د خپل میړه وزن وڅارئ؛ ځینې خلک پدې باور دي، که چیرته د میندوارۍ په موده کې مو د میړه وزن په زیاتیدو (چاغ)  شو، نو ستاسو کور ته هلک راتلونکی دی او که چیرته د نارینه وزن په خپل حال  (نورمال) پاتې و، نو دا د لور نښه ده.

د ویښتانو اوږدیدل (لویېدل)

د ځینو خلکو په اند، هغه میندې چې د زوی مور کېږي، د دوی د پښو ویښتان په چټکۍ (تېزۍ/ زر) لويېږي او که چیرته په رحم کې یې لور وې بیا یې د ویښتانو لویېدل په نورمال/ مناسب حالت کې وي.

د ډوډۍ وچه څنډه خوړل

ځینې زړې ښځې پدې عقیده دي، د کومې ښځې په رحم کې چې هلک وي، هغه د ډوډۍ وچه څنډه خوري او کرپهاری ترې باسي، چې د هلک مور بیا وچه ډوډۍ نه خوښوې.

 په سر مالګه اچول

ځینو کورنو کې چې میندواره ښځه وي او د کورنۍ نور وګړي د هغې د راتلونکي ماشوم جنسیت معلومول غواړي، نو په پټه توګه (چې میندواره پرې پوه نه شې) بل تن یې په سر یو څه مالګه اچوي؛ که چیرته میندوارې ښځې په خپل مخ لاس کش کړ یا یې مالګه وڅنله، نو رحم کې یې هلک دی او که د سر ټیکر/ پړونی یې سم کړ، جینۍ ده.

د مړ مار پورته اچول

ځینې خلک چې د چا راتلونکي ماشوم جنسیت معلومول غواړي، مړ مار آسمان ته پورته کوي (لکه ټاسک یا سیکه) که مار په سپینه ګیډه پر ځمکه ولویده هلک یې په نس دی او که مار په مخ/ توره ملا پر ځمکه پریوته جینۍ ده.

د چرګ تریخۍ اور کې اچول

ځینې کسان بیا د حلال شوې مارغه (چرګ/ چرګې وغیره) تریخۍ اور کې اچوي، که چیرته تریخي د چاودېدو پر مهال ډز وکړ، هلک دی او که ټوس یې وکړ، راتلونکی ماشوم جینۍ بلي.

ځینې خلک بیا د کور له بل کوچني(چې مور یې حامله وې) په داسې پوښتنو کولو معلوموي :

ستاسو د بام په سر طوطي دی که شارو؟

که یې طوطي وویل راتلونکی ماشوم  یې ورور بلي او که یې شارو وویل، راتلونکی ماشوم یې خور ده.

همدا راز ځنې پوښتې:

د پلار په جېب کې دې چاقو دی که بیاتې؟

که جواب یې چاقو و، هلک یې بلي او که جواب یې بیاتې وه، نو جینۍ یې ګڼې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: