هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

افغان حکومت وايي، د متحده عربي اماراتو د ټپي شوي سفیر مړینې خواشینی کړي

افغان ولسمشر اشرف غني د متحده عربي اماراتو د سفیر پر مړینه چې په کندهار کې ټپی شوی و خواشینی ښودلې او دده کورنۍ او د متحده عربي اماراتو حکومت ته یې تسلیت ویلی. ارګ د ولسمشر غني له خولې په یوې خبرپاڼې کې ویلي ” د متحده عربي اماراتو سفیر او همکارانو یې د افغانستان د سولې او انکشاف په خاطر په یو بشردوستانه ماموریت کې لویه قرباني ورکړه، دا قرباني به تل د افغانستان د خلکوپه یاد وي. “

راپورونه وايي، جمعه الکعبې د چارشنبې په ورځ د ابو ظهبۍ په یو روغتون کې ومړ. نوموړی تیره میاشت په کندهار کې په یو تروریستي برید کې سخت ټپي شوی و.

په دې برید کې د عربي متحده اماراتو پنځه نور ډیپلوماټان او د کندهار د ولایت د مرستیال په ګډون یولس کسان وژل شوي وو. خپله د کندهار والي هم په ټپیانو کې و. الکعبې تر ټپي کیدو وروسته په پوځي الوتکه کې ابوظبهۍ ته د درملنې لپاره انتقال شو.

الکعبي کندهار ته تللی و چې هلته د یوې یتیم خانې د بنسټ ډبره کیږدي.

له ارګ څخه خپره شوې خپر پاڼه چې د الکعبې د مړینې له کبله یې خپره کړې وايي ”جمهور رئیس غني په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د سفیر په وفات کېدو د خواشیني څرګندولو پرمهال وویل، د متحده عربي اماراتو په ډيپلوماتانو برید له دغه هېواد سره زموږ اړیکې نشي زیانمنولی، ځکه افغانستان او امارات پایداره او پیاوړې اړیکې لري. “

ولسمشر غني زیاته کړې ” په دې تروریستي برید کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو د وګړو د وینو بهېدل له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د دواړو هېوادونو د حکومتونو او خلکو عزم او اراده پیاوړې کوي.“

هغه کسان چې جمعه الکعبې ته نژدې وو وايي، هغه خپلې دندې ته ډیر ژمن و او غوښتل یې په افغانستان کې د متحده عربي اماراتو د بیا رغونې پروژې پراخې کړي.

په متحدو عربي اماراتو کې افغان سفیر فرید ذکريا وايي، الکعبې یې مخکې له دې چې افغانستان کې سفیر شي پیژنده.

نوموړی وايي، الکعبې تر سفارت مخکې هم افغانستان کې پنځه نیم کاله د لوړپوړي ډیپلوماټ په توګه کار کړی و ، هلته یې د همکارۍ یو ښه نیټورک رامنځ ته کړی و او د افغانستان په اړه ډیر ښه پوهیده. عربي متحده اماراتو کې افغان سفیر وايي زیاتوي” الکعبي د افغانستان او متحده عربي اماراتو د اړیکو لپاره یو سرمایه وه.“

د متحده عربي اماراتو چارواکو د چارشنبې په ورځ د الکعبې مړینه اعلان کړه.

افغان چارواکو د هغه برید پړه چې الکعبي او نور عرب ډیپلوماټان یې ووژل پر طالبانو اچولې خو طالبان وايي، په دې برید کې یې لاس نه درلود.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */