ابو عبیده بن جراح ( رض)؛ ظاهري بڼه یې او د امین لقب ګټل

ابو عبیده بن جراح رض د اسلام هغه ستر شخصیت دی چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د امین په لقب ستایلی و. بشپړ نوم یې ابو عبیده بن جراح بن عامر بن عبدالله بن الجراح… بن الفهر بن مالک دی. په بن مالک کې یې نسب حضرت محمد ص ته رسېږي.  مور یې ( امیمه) بن غنم بن جابر بن العزی نومېده. ابو عبیده بن جراح رض د اسلام له راتلو سره د لومړنیو مسلمانانو له ډلې شمېرل کېږي. کله چې دی د حضرت محمد ص له دعوته او بلنې خبر شو. پر دې پوه شو چې د حضرت محمد ص ملګری او مرستیال ابوبکر صدیق رض دی؛ نو لومړی ابوبکر ته ورغی او له هغه سره په دې اړه وغږېد.

دوی دواړو له حضرت محمد ص سره د لیدو ورځ وټاکله او ویې ویل چې بله ورځ به د حضرت محمد ص لیدو ته ورځي. بلاخره هغه ورځ وخوځېده چې اسلام ومني. حضرت محمد ص دا مهال د ارقم بن ابی ارقم په کور کې په دعوت بوخت و. حضرت ابو عبیده بن جراح رض حرکت وکړ، په لاره کې یې څو نور کسان هم ( عثمان بن معظون، عبیده بن حرث بن مطلب، عبدالرحمن بن عوف، ابو سلمه بن عبدالاسد) ولیدل چې د حضرت محمد ص د لیدو په تکل روان وو. دوی سره یو ځای شول او ورغلل.

کله چې مسلمان شو، د هغو لسو کسانو له ډلې شو چې حضرت محمد ص د جنت زېری پرې کړی و. د احد په غزا کې چې د حضرت محمد ص په مخ کې غشی ننووت، دی ورغی په غاښونو یې غشی وکاږه. د ایستلو په وخت کې یې چې غشی کش کړ، شا پر تخته ولوېد، کله چې راپاڅېد خوله یې له وینو ډکه وه. د مخې غاښونه یې مات شوي وو.

همغه و چې حضرت عمر رض یې په اړه داسې ویلي دي: « هغه نارینه چې د مخې غاښونه یې له بېخه لوېدلي، د ابو عبیده غوندې ښایسته مې تر اوسه نه دی لیدلی».

ظاهري بڼه یې:

حضرت ابو عبیده بن جراح رض له قده لوړ و. دومره یې ونه اوږده وه چې ولي یې کوپ ښکارېدل. ډنګر و او پر مخ یې غوښه کمه وه. ږیره یې ګڼه نه وه، لږ ږیره درلوده. نرم خویه او د ښو اخلاقو څښتن و.

مسلمانېدل یې:

کله چې مسلمان شو، د مسلمانېدو خبر یې کورنۍ ته ورسېد. کورنۍ ته یې چې خلکو او خپلوانو ډېر پېغورونه ورکول، په تنګ شول. پلار یې خپله توره راوایستله او ویې ویل: « په همدې توره به عامر( عبیده) وژنم».

خو ابو عبیده بن جراح رض دا هر څه ومنل او بیا یې هم مبارزه کوله.

جهاد او هجرت یې:

حضرت ابو عبیده رض د حبشې او مدینې د هجرت ویاړ هم لري. کله چې حبشې ته هجرت کېده، دی هم پکې و او خورا سختۍ يې تېرې کړې. تر هغې وروسته مدینې ته لاړه.

په بدر کې کې یې ګډون کړی او په احد کې یې غاښونه د حضرت محمد ص په مخ کې مات کړل. په ذات السلاسل جګړه کې کله چې حضرت محمد ص د عمرو بن العاص په مشرۍ لښکر واستوه، عمرو بن العاص ولیدل چې د دوښمن پوځ خورا ډېر دی؛ نو بېرته یې احوال راولېږه، له حضرت محمد ص څخه یې د نورو پوځيانو غوښتنه وکړه. حضرت محمد ص د ابو عبیده بن جراح په مشرۍ ۲۰۰ کسیز پوځ له مهاجرینو او انصارو برابر کړ چې حضرت ابوبکر صدیق پکې و.

کله چې عبیده هلته ورورسېد، عمرو ته یې وویل چې نن به ستا او زما مینځ کې هېڅ ډول مخالفت نه وي؛ ځکه دوښمن ته باید یو ځای شو. که چېرې ته مخالفت هم وکړې، زه به له تا نه اطاعت کوم.

د امین لقب ګټل یې:

د حضرت محمد ص په جومات کې د مسیحیانو او یهودیانو علما راټول شوي و او دعوا یې کوله. مسیحیانو ویل چې ابراهیم علیه سلام مسیحي و. یهودیانو ویل چې نه، یهودي و. په دې وخت کې د الله ج له لوري وحی وشوه او دا آیت رانازل شو« آل عمران: ۶۷-۶۶». پیغمبر ص همداسې له مشرکانو سره په بحث او خبرو اترو بوخت و، تر هغو چې سره قانع یې کړل. هغوی له حضرت محمد ص څخه وغوښتل چې یو کس ورته واستوي، څو د دین او شریعیت احکام ورزده کړي.

حضرت محمد ص د ابو عبیده بن جراح پر اوږه لاس کېښود او ویې ویل: « تاسو سره یو امین سړی لېږم. رښتینی امین، برحقه امین».

ژباړه

وروستي مطالب