رسنۍ

د خندا استازی( اصف جلالي ) وکوچېده

افغانستان او کومیډې سره ډیر جوړ نه راځي. اصلا د ویر نه په ډک کلي کې د خلکو په خوله خندا راوستل، جرات، مهارت او ظرافت ټول غواړي. اصف جلالي د همدې لمبه لمبه وطن د خندا استازی و او دا ټول مهارتونه یې درلودل. یو چیرې مې ولوستل، کله ښه ده چې خپلو ستونزو او کړمو ته د ټوکو او طنز له لیدلوري وګورئ او پرې وخاندئ. په دې توګه به یې ستاسو پر … نور ولولئ

رسنۍ

د حنیف اتمر مرکې ته یوه کتنه؛ بحث زېږونکي ټکي یې کوم دي؟

  د ملي امنیت مخکینی سلاکار محمد حنیف اتمر له دندې تر استعفا څو میاشتې وروسته په یوه مرکه کې څرګند او ځینو پوښتنو ته ځوابونه وویل. له اتمر سره دا مرکه طلوع نیوز خبري شبکې وکړه، چې ځینو ټکیو یې عام بحثونه رامنځته کړي. ولسمشرۍ ته نوماندي حنیف اتمر په دغه مرکه کې تایید کړه، چې راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند دی. ده هغه تبصرې هم رد کړې، چې بیرته به د ولسمشرغني له … نور ولولئ

په زړه پورې

په لاس انجلس کې د امریکا د کشفونکي مجسمه راښکته شوه

بشر دروېش کریستف کولمب د امریکا متحده ایالاتو کشفونکی یادیږي. هغه د همدې لپاره په دغه هېواد کې له ځانګړي درناوي څخه برخمن دی. د دغه درناوي په لړ کې د امریکا په یو شمېر مهمو سیمو کې د نوموړي مجسمه د نورو امریکایي مشاهیرو په څنګ کې لګول شوي ده. د لاس انجلس توهین د لاس انجلس ځایي شورا کریستف کولمب په دې تورن کړی، چې د امریکا د کشف او څېړنو پر وخت … نور ولولئ

سپورټ

هرهغه څه چې د افغانستان غوره لیګ سیالیو په اړه پرې پوهېدل پکار دي

د افغانستان غوره لیګ کرکټ سیالۍ د لومړي ځل لپاره په نړیواله کچه ترسره کېږي. دغو سیالیوکې ټولې پنځه لوبډلې لوبېږي، چې عبارت دي له ننګرهار لیوپېرډ، کابل ځوانان، پکتیا پېنتر، کندهار نایټس او بلخ لېجېنډز څخه. د دې لوبډلو نږدې ټول مالکان باندني سوداګر دي. د افغانستان پریمیرلیګ لپاره په انګلیسي کې لنډیز APL دی. چې ای نه مطلب افغانستان دی، پي ، څخه مطلب پریمیر دی او ایل، نه مطلب لیګ دی. په … نور ولولئ

رسنۍ

کاریزماتیک رهبر؛ ډاکټر نجیب ولې ډېر پلویان لري؟

ارشاد رغاند د افغانستان ترنېمایي ډېر موټرونه، شخصي کارځایونه او د مشهورو شخصیتونو عکس پلورنځي یې عکسونه لري. پر ډېرو امنیتي موټرونو او مرکزونو یې حتا مخالفینو دا مشهور شعار لیکلی: یا وطن، یا کفن! ډاکټر نجیب الله(۱۳۲۶- ۱۳۷۵) د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلې مهم غړی او پر افغانستان د شوروي لښکرو د یرغل پروخت د خاد ( د دولت د استخباراتي خدمتونو) د ادارې عمومي ریس و. د نجیب په … نور ولولئ

سپورټ

ښايي مجیب ځدران د اسټرالیا په بیګ باش لیګ کې ولوبیږي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر ټول کم عمره ځوان لوبغاړی مجیب ځدران ښايي د اسټرالیا په بیګ باش ۲۰ اوریزه کورني کرکټ تجارتي سیالیو راتلونکي پړاو کې د لوبیدو چانس ترلاسه کړي. که څه هم تر دې مهاله هیڅ داسې کوم څه نه دي ویل شوي، خو په افغان کرکټ ملي لوبډلې کې د مجیب ځدران په موجوده وخت کې د بهترینه کارکردګۍ ترڅنګ د هندوستان غوره لیګ «آي پي ایل»، د انګلستان … نور ولولئ

سیاست

او کابل نن بیا بې مالکه ښار و

کابل عجیبه ښار دی، ښايي د نړۍ د ښارونو په تاریخ کې داسې کومه نادوده نه وي تیره شوې چې د پامیر په لمنه کې پروت کابل دې شاهد نه وي پاتې شوی. دا ښار چې دا مهال یې د امنیت ساتنې لپاره پر لسګونو زرو بیلابیلو افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سربیره د نړۍ د لسګونو هیوادونو سرتیري هم پر خیټه میشت دي، نن بیا له یوې خوا د مسعود د پلویانو د لنډه … نور ولولئ