ټیانجین؛ اسمانڅکه ودانۍ

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت
ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري

په نړۍ کې ډېرې پېژندل شوې او ښکلې ودانۍ شته، خو اسیایي هېوادونه د نړۍ تر ټولو لوړې او زړه راښکونکې ودانۍ لري، دغو ودانیو د اسیا نوم په وار وار په نړۍ کې ځلولی او د دې لامل شوی چې اسیا په نړۍ کې د لومړنۍ لویې وچې په توګه د نړیوالو په منځ کې مطرح کړي چې تر ټولو لوړې او ډېرې اسمانڅکې ودانۍ لري.
د اسیایي هېوادونو له ډلې چین هغه هېواد دی چې تر ټول لوړې او ښکلې ودانۍ لري او د نړۍ د لوړو ودانیو لرونکو هېوادونو په ډلې کې ځانته ځانګړی ځای جوړ کړی دی.IMG-20200710-WA0017.jpg
په تېرو لیکنو کې مو د چین د نورو لوړو ودانیو په اړه تاسو ته مالومات درکړل په دې لیکنه کې غواړو د چین يوې بلې لوړې ودانۍ په اړه چې ټیانجین نومېږي مالومات درکړو. له موږ سره مله اوسئ!IMG-20200710-WA0018.jpg
ټیانجین Tianjin د چین یوه بله لوړه ودانۍ ده چې د سيټیک ودانۍ څخه یې هم لوړوالی ډېر دی. کېدای شي د ټیانجین ودانۍ معمارانو دا هیله درلودله چې د CTF یا ټیانجین مالي مرکز Tianjin Finance Center د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ وي او یا کېدای شي دا هیله یې درلودله چې د ټیانجین ودانۍ د نړۍ د لوړو ودانیو په ډلې کې ثبت شي او دغه ودانۍ نه یوازې په چین بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښکلا اوازه خپره کړي.IMG-20200710-WA0019.jpg د ټیانجین ودانۍ معماران خپلو دغو ټولو موخې ته رسېدلي دي او په رښتیا هم د ټیانجین ودانۍ په جوړولو سره دغه ودانۍ د نړۍ په لوړو ودانيو کې ثبت شوه او په ټوله نړۍ کې یې د ښکلا اوازه هم خپره شوه او تر نن پورې د نړۍ په لوړو ودانیو کې اووم ځای لري.
د ټیانجین اسمانڅکه د ۵۳۰ مترو په لوړوالي ۹۶ پوړونو په لرلو د نړۍ د ښکلو او لوړو اسمانڅکو ودانیو په کتار کې ځانګړی ځای لري، د یادې ودانۍ د جوړیدلو چارې په ۲۰۱۹ زېږدیز کال کې پای ته ورسېدې او په یادې ودانۍ کې سوداګريزې ادارې، شرکتونه او ډېر رسټورانټونه شته چې خوندور خواړه پکې پخېږي.IMG-20200710-WA0020.jpg
کله چې په لومړي ځل د ټیانجین ودانۍ و وینئ دغې ودانۍ ته به د يوه مخروطي (مښوکه) ته ورته بڼې ګمان به پرې وکړئ او همداسې هم ده، د ټیانجین ودانۍ طراحانو د دې لپاره د دغې ودانۍ ظاهري بڼه په مخروطي بڼه جوړه کړې چې دغه ودانۍ د نړۍ هر ډول افتونو او زیانونو په ځانګړي ډول د باد او توپان له زیانونو څخه څخه په امان اوسي.IMG-20200710-WA0021.jpg
په حقیقت کې کله چې په دغې سیمې کې باد او یا توپان کېږي د دغې ودانۍ جوړونه داسې شوې چې ټول بادونه او توپانونه دفع کوي او په وړاندې یې ځواکمن دفاعي جوړښتونه لري. د ټیانجین ودانۍ ځانګړی او حیرانونکی ټکی دا دی چې د‌ دغه برج د وروستني پوړ څخه د چین ډېرې لرې او ښکلې سیمې لیدلای شئ.IMG-20200710-WA0016.jpg
د ټیانجین په ودانۍ کې د سیلانیانو، هټیوالو او کارکوونکو د ښکته پورته کېدو لپاره پرمختللی او چټک لیفټ جوړ شوی دی چې په ډېرې لږې مودې کې کولای شي دې ودانۍ ته ورتلونکي خلک د ودانۍ لوړ پوړونو ته و رسوي او بېرته یې را ښکته کړي.

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.