اپریل 12, 2021

په تلګرام کې نوې اسانتياوې ور زیاتې شوې

Advertisements

د راپورونو له مخې؛ د تلګرام د غږیز چټ وړتیاوې تر ډېره د ډیسکورډ غږېز چينل کانال ته ورته دي، او اوس مهال په تلګرام کې د چټ ډلې اډمین لپاره د غږېز چټ اسانتياوې فعاله شوې دي.
د دغې اسانتيا تر فعالېدو وروسته د چټ ډلې غړي کولای شي هر کله چې وغواړي غږېز چټ ته سر ور ښکاره کړي او یا له غږېز چټ څخه ووځي.
د تلګرام د اېډیټ څانګه هم نوې شوې ده او اوس مهال د انډرایډ کاروونکي کولای شي د انځورونو له لېږلو وروسته، انځورونه ايډېټ کړي، انځورونو باندې سټیکر ولګوي او یا هم د انځورونو پر مخ رسمونه وکاږي. پر دې سربېره د iOS کاروونکي کولای شي ترلاسه شوی انځور ايډېټ کړي او بېرته یې د انځور څښتن یا د انځور لېږونکي ته ولېږي.اوس کولای شئ په انډرایډ مبایلونو کې په تلګرام کې د حافظې کارټ یا SD card د فايلونو د ذخیرې لپاره وټاکئ او د مبایل اصلي حافظه یو څه ازاده پرېږدئ.
همدارنګه د iSO کاروونکي کولای شي د پيغام لارې له څارلو او د Telegram برخې په فعالولو سره له Siri څخه وغواړي تر څو نوي پیغامونه ولولي.
له دې وروسته د تلګرام کاروونکي کولای شي په دغه اپ کې د نوو وړتياوې غوښتنه وکړي او د دغې پروګرام د ستونزو او بديو راپورونه ورکړي. د دې شونتیا هم شته چې د دغه اپ نور کاروونکي د راپورونو په اړه نظر ورکړي او یا هم دغه راپورونه لایک کړي. نو له همدې لارې نور کاروونکي کولای شي چې له وړاندې شوو نظرونو څخه خپل ملاتړ اعلان کړي او یا هم د وړاندېزونو په اړه نور نظرونه ورکړي.
وړاندې تر دې د تلګرام بنسټ اېښودونکي پاول دوروف په خپل وبلاګ کې لیکلي و، چې په ۲۰۲۱کال کې به د دې لپاره چې په تلګرام کې به نوې اسانتياوې زیاتې شي، تلګرام به په يوه عايد ترلاسه کوونکي اپ بدل شي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب