اپریل 12, 2021

د IPLدوه نوو لوبډلو په اړه لومړنی تائید وشو

Advertisements

د هندوستان د کرکټ بورډ مشرتابه او اجرائیه غړو یې د پنجشنبې په ورځ په یوه غونډه کې د ای پي اېل کرکټ لیګ لپاره دوه نوې لوبډلې تائید کړې.
د کرکټ بورډ غړو د ای پي اېل د نهم او لسم ټیمونو لپاره لومړنۍ موافقه کړې ده.
د لوبډلو د پرېکړو سربېره د کرکټ بورډ غړو ځېنې نورې برخې هم بحث کړې.
د کرکټ بورډ د غړو ۸۹ یمه کلنۍ غونډه د ډېسمبر په ۲۴ مه ترسره شوه، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې هر کرکټ زون کې نوې ملي کرکټ اکېډمیانې جوړې کړي، ترڅو د هندوستان ټولو ایالاتونو ته په کرکټ کې لاسرسی وشي او لوبغاړي په اسانۍ وروزل او جذب شي.
د هندوستان کرکټ بورډ هڅه کوي، چې پنځه ملي یا حکومتي اکاډومیانې په مختلفو ځایونو جوړې کړي.

ټاکنې

د هندوستان کرکټ بورډ د مرستیالۍ موقف ته ټاکنې ترسره کړې، په دې ټاکنو کې راجیف شوکلا د کرکټ بورډ مرستیال وټاکل شو.
له دې وړاندې ماهیم وېرما مرستیال و، هغه له تېر کال راهیسې خپلې دندې څخه وتلی و.
د آی پي اېل د ګورنېنګ مشورتي مشرۍ لپاره برېجېش پټېل او خیرالماجومدار د دې دندې لپاره بیا واخېستل یا رېټاین شول.
د دې سربېره د کرکټ نړیوالې شورا په ځانګړي استازي دنده باندې پراګیان اوجا ټاکل شوی دی.

له کرکټ نړیوالې شورا سره موضوعات

جی شاه د هندوستان د کرکټ بورډ منشي و، خو هغه اوس د کرکټ نړیوالې شورا لپاره د ځانګړي په توګه ورپېژندل شوی دی.
د ۲۰۲۱ نړیوال شل اوریز جام د کوربتوب په اړه هم هندوستان څرګندونې کړي دي، د هندوستان کرکټ بورډ وایي د وروستۍ پرېکړې لپاره دوی وخت ته اړتیا لري او د څه وخت وروسته به د نړیوال جام د کوربتوب په اړه هم خپل دریځ او اسانتیاوې د ډېسمبر په ۳۱ مه واضح کړي.

د لوبغالو په اړه معلومات

د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام لپاره هندوستان هڅه کوي، چې اته لوبغالي وټاکي.
خو د ساوسراشترا کرکټ ټولنې ویلي، چې دوی د لوبو د مناسب وېش په اړه اندېښنه لري.
بنګلور، احمد اباد، چینای، موهالي، درمسالا، کوټلا او ممبيي لوبغالي تر اوسه د نړیوال جام لپاره شارټ لېسټ شوي دي.
خو دا لوبغالي هم کېدای د کورونا د شدت له امله هغه مهال بدل شي.

کورنی کرکټ

د هندوستان کرکټ بورډ غواړي چې په کورني کرکټ لا خپل تاکید زیات کړي.
دوی هڅه کوي چې د ۲۰۲۱ د جنوري له لسمې نېټې تر ۳۱ مې پورې د سید مشتاق علي ټرافي په نامه سیالۍ ترسره کړي.
له دې وروسته به د رنجو ټرافي او نورو لوبو لپاره ترتیبات نیول کېږي؛ خو د کرونا ویروس له امله له ستونزو سره مخ کېدای شي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




ملي امنیت شورا: له حمل میاشتې وروسته به د یوې کیلۍ موټر نه ګرځول کېږي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د حمل له میاشتې وروسته د يوې کيلۍ موټرو ګرځولو ته اجازه نه ورکول کېږي. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه ... نور ولولئ