ټولنیز ژوند ژوند بڼه کرونا کلتور او هنر

کرونا؛ دوه مسجدونه له دوو میاشتو بندیز وروسته پرانیستل شول + انځورونه

خبریال: فضل الله فضلي

د کرونا نړیوالي وبا په راتګ سره په نړۍ کي د مسلمانانو لومړني، پخواني او تاریخي مسجدونه، لکه مسجدالحرام، مسجدالنبوي او د بیت المقدس مسجدالاقصا ترڅنګ نور هم زیات وتړل سول.

د نړۍ د مسلمانانو دیني علماؤ پر ټولو مسلمانانو ږغ کړی وو، چي د کرونا وبا په خاطر کولای سي چي مسجدونه وتړي او په خپلو کورونو کي لمونځونه وکړي.

له تېرو دوو ورځو راهسې یو ځل بیا له ۲ میاشتو له زیاتي مودې بندیز وروسته د اسلام دوه لومړني مساجد، لکه مسجدالنبي او د بیت المقدس مسجدالاقصا بیرته د عبادت کوونکو پر مخ پرانیستل سوي دي.

د مسجدالاقصا د دروازې د پرانیستلو سره سم مسلمانان د الله اکبر په تکبیرونه سره مسجد ته ننوتل.

تصاویر: بازگشایی مسجد الاقصی

بلخوا د مدینې منورې مسجدالنبوي هم د لمونځ کوونکو پرمخ پرانیستل سو او عرب ډېر خوښ وه، چي له ۲ میاشتو زیاتي مودې بندیز وروسته د رسول الله ص زیارت ته ننوځي او هلته لمونځ اداء کوي.

1.jpg

د یادو لمونځ کوونکو د ننوتلو او لمونځ کولو پر مهال حکومت او روغتیايي چارواکو غوښتنه کړې، چي لومړني روغتیايي تدابیر دي مراعت کړي، په خپلو منځونو کي فاصلې ولرئ، ماسک او دسکلې وکاروئ، ترڅو ویروس یوبل ته خپور نه کړئ.

بلخوا د مکې مکرمې د مسجدالحرام ملا امام ښاغلي سدیس خبر ورکړی وو، چي ډېر ژر به د مسلمانانو پرمخ د مسجدالحرام دروازې هم خلاصي سي.

شیوع کرونا و احتمال تعطیلی مراسم حج پس از ۲۲۲ سال - همشهری آنلاین

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.
زده کړي: کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی محصل
رسنیزه دنده: ۹ کاله
نوري دندي: هیواد راډیو تلوېزیون او افغانستان ورزشي خبریالان فدراسیون کي ورزشي خبریال، د یو خصوصي انستیتوت د عامه اړیکو مدیر، د سولي ږغ ټولني ولایتي غړی او کندهار پوهنتون پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د سولي کلب غړی.

تبصره مو ولیکئ