سپورټ کرکټ

دوه ستر جامونه د آی پي اېل لپاره قرباني شول

سمیع الله درانی

آی پي اېل د نړۍ په کچه ستر سوداګریز لیګ دی، چې میلیونه ډالر پکې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د لوبغاړو، لوبډلو د مالکانو او نورو متشبثینو په ګډون سره ښکته پورته کېږي.

دا لوبې هر کال مارچ میاشت کې پېلېدې، خو سږ کال د کرونا له امله تر اوسه نه دي ترسره شوي.

د دې لیګ په اړه د مارچ میاشتې له لومړیو ضد و نقیض راپورونه ورکول کېدل، چې د کرکټ دا سترې لوبې به ځنډېږي او یا به لغوه کېږي.

خو د هندوستان کرکټ بورډ سربېره ځینې نورو ډونرانو د دې لیګ د لغوه کېدو د زیانونو نارې پورته کړې.

دوی د میلیونونو ډالر زیان یادونه کوله، د هند کرکټ بورډ ویل که سږ کال آی پي اېل ترسره نشي، نو هر هېواد ته به یې مالي زیان ورسېږي او که ترسره نشي نو د هېواد او د کرکټ ښکېلو کمپنیو ته به یې میلیونونه ډالر تاوان واوړي.

دا هغه نغارې وې، چې آی پي اېل ته یو څه په ګټه تمامې شوې.

مطلب دا چې د دیارلسم پړاو آی پي اېل ترسره کېدل یقیني شول او د سپټمبر ۲۶ مه ورته د پېل نېټه ټاکل شوې ده.

تېره ورځ د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې مشر سورف ګنګولي وویل، چې اسیا جام هم لغوه شو او د نړیوال جام د لغوه کېدو نغارې له کابو یوې میاشتې راهیسې وهل کېدې او بالاخره د نړیوال جام په لغوه کېدو سره آې پي اېل ته لاره پرانیستل شوه.

دوه ستر جامونه آی پي اېل ته قرباني شول

آی پي اېل ته هغه وخت دروازه خلاصه شوه، کله چې د نړیوال جام په هکله دوه غونډو کې وروستۍ او نهایي پرېکړه ونشوه.

اوس ورته بیخي لاره خلاصه شوه، چې اسیا جام هم لغوه شو.

له دې وروسته به آې پي اېل په ډاډه ډول ترسره شي.

نو د کرکټ نړیوال جام چې ۱۶ لوبډلې پکې شاملې وې لغوه شو او د اسیا جام چې د افغانستان په ګډون پکې شپږ لوبډلې شاملې وې لغوه شوې او لوی علت یې د کرونا ویروس سربېره د آی پي اېل سوداګریزي لوبې دي.

IPL-Vs-ICC-World-Cup-Cricket.jpg

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی

تبصره مو ولیکئ