بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

د انسان دوه بد دښمنان؛ پېژندل یې اړین دي

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

څرنګه چې فردي انضباط د بریالیتوب کِیلي ده، د فردي انضباط نه درلودل د ماتې خوړلو ناکامۍ او بدبختۍ اصلي لامل دی. د فردي انضباط نه درلودل د دې لامل کېږي، چې بهانې جوړې کړو او خپل ځانته د یوه ناچیزه شي فکر وکړو او ځان کم وګڼو.

ممکن د خوښۍ او فردي هوساینې او پرمختګ دوه له غټو دښمنانو څخه لومړی د هر کار سرته رسولو لپاره د راحت لارې غوره کول او دویم مصلحت فکر کول وي.

راحته لاره غوره کول د دې لامل کېږي، چې خلک ډېر یا کم په هر کار کې ځانته آسانه او راحته لار غوره کړي او د هر کار لپاره د لنډې لارې لټون وکړي. هغوی دندې ته ناوخته راځي او له ټولو څخه مخکې د دندې سیمه پریږدي او ځي.

هغوی د داسې لارو په لټون کې دي چې په ډېرې هوساینې پیسې لاسته راوړي او په یوه دقیقه کې د سلو کلونو لارې په اندازه مزل (سفر) وکړي. د وخت په تېرېدو عادت کوي، چې تل د خپلو هیلو د لاسته‌راوړلو لپاره د دې پر ځای هومره چې اړین دي زیار وباسي، چې بریاليتوب ته ورسېږي، او ساده، آسانه او هغه لار چې دوی ژر موخې ته رسوي، ولټوي.

مصلحت فکر کول د راحت غوښتنې بله جنبه او ډېر بد عامل دی چې د شکست او ناکامۍ لامل کېږي. دا اصل داسې وایي:

ټول خلک بې له استثناء څخه داسې لار لټوي چې خپلو هیلو په ډیرې راحتۍ او ژر ورسېږي او د خپلو کړو وړو د اوږدمهاله اغېز په اړه هیڅ فکر نه کوي او یا هم ډېر کم یې ورته پام وي. ډېری خلک هغه کار ترسره کوي چې د دوی په ګټه وي. هغه کار چې په زړه‌پورې او آسانه دی، نه هغه کار چې د دوی د بریالیتوب لپاره اړین وي.

هره ورځ او په هره لحظه کې مو د وجود دننه د صحیح او سخت کار د سرته رسولو او هغه کار چې په زړه‌پورې، کم یا بې ارزښته دی، ترمنځ شخړه وي.

که واقعاً غواړئ چې په هغه شخص بدل شئ، چې غواړئ یې، باید هره دقیقه او هره ورځ له مصلحت فکر کولو سره وجنګېږئ او پرې برلاسي شئ او د هغو وسوسو په مقابل کې مقاومت وکړئ، چې درته وایي، دا کار په راحتۍ او لنډه لاره ترسره کړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ