کرونا وایروس د دوو چینايي ډاکټرانو د پوستکي رنګ تور کړ

  • ژباړه: نسیمه محمدي

د ډیلې مېل په حواله، څرګنده ده چې کرونا وایروس لا هم په خپلو ځانګړتیاوو سره زموږ د حېرانتیا سبب ګرځي. ځکه څېړونکي هر ورځ د دې وایروس په اړه نوي او عجیب معلومات تر لاسه کوي.
یوه حېرانوونکې پېښه چې په کوویډ- ۱۹ ناروغۍ د دوه چینايي روغتیاپالانو، د پوستکي تورېدل دي.
د چین په وهان، کوم ځای کې چې د کرونا وایروس د خپرېدو مرکز دی، په کوویډ- ۱۹ له اخته کېدو وروسته د مرګ تر کومې مخته ولاړل.
اوس چې دا دوه روغتیاپالان بېرته عادي ژوند ته راګرځېدلي، عجیبه نښې یې پیدا کړي او د هغوی د پوستکي رنګ چې سپين وو، بشپړ تک تور شوی.
«یي فان»(Yi Fan) او «هو وایفېنګ»(Hu Weifeng) چې دواړه ۴۲ کلن دي، کله چې د جنورۍ په میاشت کې د وهان ایالت په روغتون کې د کوویډ- ۱۹ ناروغانو په چوپړ کې وو، په خپله هم په دې ناروغۍ اخته شول.
د دوی د معالج ډاکټر په وینا، د هغوی د پوستکي نا معمول رنګ، په ځيګر کې د هورمونونو د تعادل له منځه تللو له امله دی.
د ځیګر زیانمنېدل هغه وخت ناروغانو ته پېښېږي، چې ناروغي شدید او سخت حالت کې وي. خو په خفیف حالت کې د ځیګر زیان له خاصې درملنې پرته خپل طبیعي حالت ته راګرځي.
په زړه پورې خو دا ده چې ډاکټر «یي فان» او «هو وایفینګ» دواړه د «لي ون لیانګ» همکاران وو.
لي ون لیانګ ځوان چینايي ډاکټر، چې د ۲۰۱۹م د ډېسمبر میاشت په وروستیو کې د کرونا وایروس د نښو اخطار ورکړ او په خپله دی هم د فبرورۍ په ۷مه د کوویډ- ۱۹ ناروغۍ له امله ومړ.
دا دواړه روغتیاپالان د دوه میاشتنۍ درملنې وروسته، وتوانېدل دې وایروس ته ماتې ورکړي.
«یې فان» په دې اړه وویل، کله چې له خپل حالت خبر شوم، ډېر ووېرېدو او ډېری شپې به مې وېروونکي خوبونه ليدل.
سونګ جیانکسین( Song Jianxin) په هواژنګ پوهنتون کې د انتاني ناروغیو متخصص وویل: «د درملنې په موده کې د دغه دوو ناروغانو د بدن غړو زیان لیدلی او هغه اوسپنه چې باید په ځیګر کې ذخیره شوې وای، برعکس د وینې رګونو ته جریان پیدا کړی. ځکه چې د هغوی د بدن غړو سم فعالیت نه درلود. د اوسپنې زیاتوالی د پوستکي د رنګ او د پوستکي د رنګدانو د زیاتېدو لامل کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې «لي شاشنګ»( Li Shusheng) د یورولوژۍ متخصص او د دوی معالج ډاکټر په دې اند دی، هغه درمل چې دوی د درملنې په ترڅ کې تر لاسه کړي، د پوستکي د توروالي لامل شوي. خو لا هم مشخصه نده، چې دقیقاً کوم ډول درمل  دغو روغتیاپالانو ته ورکړل شوي، چې د دوی پوستکي یې تور کړي دي.
لي شاشنګ په پای کې وویل: «زه هیله لرم، چې د وخت په تېرېدو د دغه دوو نارینه وو د پوستکي رنګ بېرته عادي حالت ته زاوګرځي.»

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.