مارچ 8, 2021

دوه نیږدې ملګري کوهلي او ډيولرز خپل تاریخي شیټونه خرڅوي

Advertisements

لیکنه: بهار سمسور 
په ۲۰۱۶م هند غوره لیګ ای پي اېل کې د ار سي بي په ګټه ویرات کوهلي او بې رحمه کریکټ توپ‌وهونکي اې بي ډيولرز د ګجرات لاینز خلاف ګرمه توپ‌وهنه وکړه، چې دواړو لوبغاړو په دې شین رنګه لباس کې سلیزې جوړې کړې او د ګجرات زمریانو خلاف يې ۲۴۸ مجموعي منډې هم پر سکور بورډ ولیکلې. دا لوبه په ستر توپیر دې لوبډلې وګټله، ار سي بي یا رویل چیلېنجرز بنګلور لوبډله هر فصل هند غوره لیګ کې په یوه لوبه کې د خپل دوامداره سور لباس پر ځای همدا شین لباس اغوندي، چې فلسفه يې لا معلومه نه ده، خو اوس دې دوو نږدې ملګرو لوبغاړي هندي لوبډلمشر ویرات او د افریقا پیاوړي لوبغاړي او توپ‌وهونکي اې بي ډيولرز په انستګرام کې پر دې هدف لایف چټ وکړ او اعلان يې کړه، چې دوی همدا لباسونه، او هغه بیټونه خرڅوي چې په دې لوبه کې يې پرې شپږیزې او څلوریزې قطار کړې وې.
دوی خپله کومو پیسو ته ضرورت نه لري، بلکې پلان يې نیولی، چې د خپلو دې لباسونو، بیټونو څخه په لاس راتلونکې پیسې له کروناځپلو سره د همکارۍ پر نیت پر دوی ووېشي.
د یادولو وړ ده چې ویرات کوهلي به د لباس، هماغه بېټ تر څنګ د همدې تاریخي او ریکاډي لوبې ګلوزونه یا دستکش هم خرڅلاو ته وړاندې کړي.
دواړو مشهورو لوبغاړو تر اوسه د دې سودا نرخ نه دی ټاکلی، خو ممکن د پیسو په انبار خرڅ او بازاز يې تود وساتل شي. د یادې وړ ده چې که چېرې سږ کال هند غوره لیګ کرونا نه وای ځنډولی، نو ممکن همدې دواړو لوبغاړو په هند غوره لیګ ای پي اېل کې د خپلې لوبډلې ار سي بي په ګټه سترې تاریخې لوبې نندارې ته وړاندې کړې وای.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




نادري: د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث لاندې دي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements افغان مذاکراتي پلاوی وایي د امریکا نوي وړاندیزونه تر بحث او څېړنو لاندې دي. د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي غړي نادر نادري تازه په خپلو څرګندونو کې دا تایید کړې چې خلیلزاد ورسره ... نور ولولئ