سپورټ کرکټ

د دوو الراونډرانو ۱۵۳ منډو ملګرتیا د اېرون فېنچ لوبډله ماته کړه

سپورټ یاران

د استرالیا کرکټ لوبډله له انګلستان سره د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو لوبو لپاره چمتووالی پیل کړی.

یاده لوبډله اوس د انګلستان په ساوتمټن سیمه کې قرار لري او شاوخوا ۲۴ لوبغاړو په خپلو کې یو ورځنۍ تمریناتي لوبې پیل کړي دي.

د اګسټ په ۳۱ مه د دوشنبې پر ورځ د اسټرالیا کرکټ لوبغاړي په دوو برخو ووېشل شول. یوه برخه یې د پټ کمېنس لوبډله او بله یې د اېرون فېنچ لوبډله وه.

د اېرون فېنچ لوبډلې توپوهنه وکړه، دې لوبډلې په نهه څلوېښتم اوور کې د ټولو وېکټو په نقصان سره ۲۴۹ منډې وکړې.

دغه هدف د دوو الراونډرانو مارکس سټاینېس او ګلېن مکسوېل لخوا د ۱۷۴ منډو په ملګرتیا سره پوره شو او د فېنچ لوبډلې ته یې په ۲ وېکټو ماته ورکړه. هغوی دغه ملګرتیا په ۱۵۳ توپونو وکړه.

الراونډر سټاینېس په ۷۱ توپونو ۸۷ منډې وکړې او ګلېن مکسوېل په ۱۱۴ توپونو ۱۰۸ منډې جوړې کړې.

د استرالیا او انګلستان کرکټ لوبې

دواړه لوبډلې درې ورځې وروسته د سپټمبر په ۴ مه نېټه لومړۍ شل اوریزه لوبه کوي، دویمه لوبه د سپټمبر په ۶ مه نېټه او درېیمه شل اوریزه لوبه د سپټمبر په ۸ مه نېټه پېلېږي.

دواړه لوبډلې د درې یو ورځنیو لوبو پیل د سپټمبر په ۱۱ مه نېټه کوي، او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د سپټمبر په ۱۶ مه نېټه کوي.

د اسټرالیا پر وړاندې د انګلستان لوبډله

د شل اوریزو لوبو نوملړ کې ایئن مورګن لوبډلمشر، معین علي، جوفرا ارچر، جنتن بېرسټو، ټام بېنټن، سام بېلېنګز، جاس بټلر، سام کورن، ټام کورن، جو ډینلي، کرېس جورډن، ډېوېډ مېلن، عادل رشید، مارک ووډ او ریزرف لوبغاړي لیام لېوېنګ  سټون او ثاقب محمود.

د انګلستان د یو ورځنیو لوبو لوبډله

ایئن مورګن لوبډلمشر، معین علي، جوفرا ارچر، بېرسټو، ټام بېنټن، سام بېلېنګز، جاس بټلر، سام کورن، ټام کورن، عادل رشید، جو روټ، کرېس  ووکس، مارک ووډ او ریزرف لوبغاړي عبارت دي له جو ډېنلي او ثاقب محمود.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ