ټويټر له کارکوونکو غوښتنه کړې!

خبريال: مدثر دعوت
تويټر له کاروونکو څخه غوښتنه کړې چې د مقالې تر ويلو مخکې موضوع مه ريټويټ کوئ.
دې شرکت ويلي پر هغو انډرايډ يوزرونو به يوه نوې ازموينه ترسره کړي چې په انګليسي ژبه فعاليت کوي.
که چېرې يو شخص وغواړي چې يوه مقاله تر ويلو او خلاصولو وړاندې ريټويټ يا هم شريکه کړي، نو پوښتنه به ترې کېږې چې ايا غواړئ چې مقاله تر شريکولو وړاندې پرانيزئ.
د مقالې کتل او شريکول کولای شي چې خبري توضيح کړي، نو مخکې تر دې چې موږ وغواړو ليکنه ټويټ کړو بايد ويې لولو.
د ټويټر د محصول مخکښ کیون بییکپور انډيپينډيټ ته ويلي:

هغه يوزر اکاونټونه چې په ټويټر کې مقالې جوړوي د دوی د لوستلو پرته ويروس کېږي، دا کار به موږ قوي کړي، خو کله کله خطرناک هم ثابتېدلای شي.”

ټويټر وايي موږ يوازې د ټويټر په پليټ فارم کې بدلون نه رامنځته کوو، شرکت د دې وړتيا ازموينه کوي چې کارکوونکو ته دا اجازه ورکړي چې هغوی پخپله دا پرېکړه وکړي چې ايا انفرادي ټويټونو ته ځواب وايي که نه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي