مارچ 9, 2021

ترکیې د فرانسې پر وړاندې د قانوني چلند اعلان وکړ

Advertisements

د ترکیې حکومت د فرانسوي مجلې «چارلي هیبډو» خپور شوی کارتون په ډېر سخت قهر غندلی دی او په دې هکله یې د قانوني چلند غوښتنه هم کړې ده.
په دې کارتون کې ولسمشر اردوغان د یوه مسلمانې نیمه بربنډې مېرمنې سره ښودل شوی دی.

د ترکیه ولسمشریزې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې ولسمشر اردوغان په دې هکله د چټک دیپلوماتیک غبرګون غوښتونکی دی.
د ولسمشر ماڼۍ زیاتوي، چې د فرانسې په دې عمل کې ترکیه او اسلام ته د توهین پرته بغییر نور هېڅ نشته.
انقره کې لویي څارنوالۍ د ولسمشر اردوغان د امر له مخې خپلې څېړنې پیل کړې دي، چې ورته قانوني لارې پیدا او د «چارلي هیبډو» مجله د قانون د لارې محکومه کړي.
ولسمشر اردوغان په یوه وینا کې د ترکیې خلکو نه د فرانسوي توکو د پییر نه د بایکاټ غوښتنه کړې ده.
او نوموړې زیاته کړې ده، چې د فرانسې ولسمشر د اعصابو تکلیف لري، چې دا ډول موضوعاتو ته لمن وهي.
د فرانسي هېواد د ولسمشر اردوغان دا وینا خپل هېواد ته سپکاوی بللي دی او خپل سفیر یې د ترکیه نه د نارضایتۍ په توګه خپل هېواد ته ورغوښتی دی.
د دې تر څنګ کڼ شمېر نورو اسلامي هېوادونو هم د فرانسوي توکو د پئیر او پلور نه لاس په سر شوي او د فرانسې هېواد وروستۍ کړنې، چې د اسلام او بشریت لوي لارښود حضرت محمد ص ته پکې توهین شوی و په کلکه غندلي دي.
د فرانسې ولسمشر هم په یوه اعلامیه کې د خلیج هېوادونو سره د بایکاټ د ماتولو غوښتونکي شوی دی.
خو په سوشل مډیاؤ کې بیا داسي ویډیوګانې خپرې شوې دي، چې پکې ښیې چې په کویټ، قطر، سعودي او اماراتو کې عام خلک په خپله خوښه په فرانسه کې د جوړ شویو توکو د پئیر او پلور څخه ډډه کوي، دوکانداران او تجاران د دغو لوخو او توکو د دوکانونو نه لېرې کولو ته مجبوروي.
یعنې دا حرکتونه نه دي تنظیم شوي، بلکې طبیعي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




فرهان یوسفزی: که ملي لوبغاړي ښه وځلیږي، معنوي او مادي مرستې ورسره کوم

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د افغانستان د کرکټ بورډ له لورې په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې د کرکټ بورډ عمومي رئيس فرهان یوسفزي پرون ماښام د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړو سره چې ... نور ولولئ