ترکیې ټول هغه افغانان ونیول چې د طالبانو بیرغ یې پورته کړی و

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
راپور: بشر درویش

هغه کسان ونیول شول چې په ترکیه کې یې د طالبانو بیرغ پورته کړی و.
یوې ډلې افغانانو چې څه موده وړاندې په هاګیا صوفیا او د استانبول ځینو برخو کې د وسله والو طالبانو بیرغ سره ځانونه ښکاره کړي ول، ونیول شول.
تسنیم خبري اژانس یوه راپور کې ویلي چې ۶۲ تنه افغان اتباع ددې بیرغ پورته کولو له امله نیول شوي دي.
دا کسان د ترکیې پولیسو له لورې نیول شوي او ویل کیږي چې دوی په قاچاقي لارو ترکیې تللي دي.
د راپورنو له مخې دا کسان به بیرته افغانستان ولیږل شي او په ترکیې کې به یې شتون ناقانونه اعلان شي.
ویل شوي دا کسان د پولیسو له لورې دوو مرحلو کې نیول شوي دي.
له دې وړاندې هم یوې بلې ډلې په ایران کې د طالبانو بیرغ پورته کړی و چې بیا د ایران حکومت هم ورته اقدام خبر ورکړی دی.
یاران له نورو رسنیو 65 ترکیې ټول هغه افغانان ونیول چې د طالبانو بیرغ یې پورته کړی و
د ایران پولیسو چارواکو ویلي چې بیرغ پورته کوونکي یې ټول نیولي دي.
تر اوسه که څه هم رسماً افغان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي خو ښکاري چې حتماً به یې په دې کار اړوند هیوادونو ته اعتراض کړی وي.
یو شمیر ترکیه میشتو افغانانو د بیرغ پورته کوونکو باندې نیوکې کړي چې له امله یې په نورو افغانانو هم دغه هیواد کې باور کمیږي او محدودیږي.
دوی ویلي اوس به ټول هغه افغانان هدف شي چې قانوني اسناد نه لري او په قاچاقي ډول سره ترکیې ته رسیدلي دي.
خلکو نیوکې کړي چې یو شمیر احساساتي افغانان د ورته او نورو پيښو له امله مهاجرو افغانانو ته هر وخت د ستونزې او بې باوریو باعث شوي دي.
 
 
 
 

About ياران ټیم 3438 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.