
د لس اوریز لیګ په دریم پړاو کې ځېنې توپ اچوونکو خورا ښه توپ اچونه کړې ده، چې په دې توپ اچوونکو کې افغان بالرانو هم خورا زبردسته توپ اچونه کړې ده.
په لومړۍ لوبه کې ظاهرخان ۳ وېکټې واخېستې او ۱۹ منډې یې ورکړې؛ خو د دوی لوبډلې دیکن ګلاډېئټرز لوبه وبایلله.
وروستیو لوبو کې شاپور ځدران په یوه لوبه کې ۱۸ منډې ورکړې او ۲ وېکټې یې واخېستې، چې دا هم بده توپ اچونه نه وه.
خو تر ټولو ښه توپ اچونه قېس احمد د لس اوریز لیګ په ۱۵ مه لوبه کې وکړه، هغه په دوه اورونوکې ۸ منډې ورکړې او له ټیم ابو ظبي څخه یې درې وېکټې واخېستې.
افغان لېګ برېک بالر قېس احمد د دې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.
ورپسې چې ښه توپ اچونه یې کړې ده، هغه د اسټرالیا ښي لاسی الراونډر کرېس ګرین دی، ګرین هم د لس اوریز لیګ په یوه لوبه کې د نارترن وریئرز لوبډلې لپاره د ډیلي بولز لوبډلې درې وېکټې په دوه اورونوکې تر لاسه کړې او ۸ منډې یې ورکړې.
قېس احمد او کرېس ګرین په یوه ورځ د ښه بالېنګ څېرې شوې، چې د کرکټ په اصطلاح ورته بېسټ بالېنګ فیګرز وایي.
له دوی دواړو وړاندې دا ریکارډ له سریلانکایي فسټ بالر لهیرو کومارا سره و؛ کومارا د قلندرز لوبډلې لپاره په یوه لوبه کې په دوه اورونوکې لس منډې ورکړې او درې وېکټې یې واخېستې.
خو اوس قېس احمد او کرېس ګرین په یوه پوړۍ کې دي او لهیرو کومارا بیا دوهم مقام کې دی.
بل لوري ته د نومبر په ۲۱ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د امریکا متحده ایالاتو فسټ بالر په لس اوریز لیګ کې د ځاځي دې لوبډلې خلاف یو اوور مېډن کړ، چې د لس اوریز لیګ په تاریخ کې تر دې دمه دا لومړی ځل دی، چې یو بالر اوور مېډن کوي او هیڅ منډه نه ورکوي.