بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند ځوانان او زده کړې

له هېڅ ډول بدو حالاتو مه وېرېږئ

لیکنه: مریم شریفي

ژباړه: مریم شریفي

دا سمه ده چې په هېواد کې له بحراني حالاتو سره کېدای شي ستاسو ژوند هم اغېزمن شي، خو خبره دومره هم د اندېښنې وړ نه ده. ځکه خدای پاک په خپله وایي، زه ستاسو ساتنه کوم. خدای پاک وایي، ان د قحطۍ په کال کې هم زه کولی شم یو څوک غني کړم. خدای پاک وایي، زه خپل نعمتونه له بنده ګانو نه لرې کوم. هڅه وکړی تل پر دغه ډول خبرو تمرکز وکړی. تمرکز مو باید په دې وي چې ذهن مو په سم او مثبت ډول په حرکت راولی. په زړه پورې او ښه خبره خو دا ده د ژوندي پاتې کېدو لپاره یوازې اقتصاد زموږ سرچینه نه ده، بلکې زموږ ژوند او مرګ یوازې د خدای پاک په واک کې دی.  زه هېڅ کله په اقتصاد او بازار باور نه لرم. زه یوازې پر خپل لوی خدای باور لرم.

ویلی شو، چې کېدای شي ځینې پر خپلو پیسو او دنده وویاړي او ځینې نور بیا د اقتصاد پوهانو په خبرو خوشاله او خپه کېږي. خو موږ پر هغه خدای پاک باور لرو چې ټول شیان هغه پیدا کړي دي. هماغه خدای پاک د خپل مخلوق رازق دی. کله چې تاسو له ځان  سره دغه ډول جملې تکراروی، هر ډول وېره مو له زړه وځي او سکون درته پیدا کېږي.

تاسو پوهېږی، چې هر څه د خدای پاک په واک او اختیار کې دي. هرڅه ته چې غواړی ورسېږي رسوي مو، خو دا په تاسو پورې اړه لري، چې ایا خپله هم ورته رسېدل غواړي که نه؟ هیله په زړه کې لری که مو هر څه تقدیر ته سپارلي دي. دا ستاسو اختیار دی چې په ستونزو کې ژوند وکړی، که هغه څه ته ځان ورسوی چې خدای پاک یې در سره وعده کړې ده. تاسو د ورځپاڼو منفي او زړه ماتوونکو عنوانونو ته په کتو ژوند کوی او که د خدای پاک پر وعدو باور لری؟ څه چې تاسو وغواړی هماغه شی مو په ذهن کې تکرارېږي. دا تاسو یاست چې چې ټاکنه کوی، ژوند مو باید څه ډول تېر شي؟ ښه که په سختیو او ستونزو کې؟

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي