ټولنیز ژوند کورنی ژوند

د ژوند ملګری/ملګرې مو ولې بې باوره دی؟

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي

کله چي یو څوک نه پېژنئ یا د لومړي ځل له پاره یو کار ترسره کوئ، دلته که شک کوئ یا بې اعتماده یاست، دا کاملاً عادی و طبیعي دي خو ځیني وختونه یو شمېر کسان د هغو کسانو په اړه چي ورسره بشپړه پېژندګلوي هم لري – بې اعتماده وي.

شک او تردید د بل هر احساس په شان، یو طبیعي احساس دئ خو ځیني وختونه دا حس له خپل عادي حالته وزي. شاید تاسي تاسي به هم د داسي کسانو سره لیدلي وي چي د هرڅه او هرچا په اړه شکمن وي. دا کسان په ګډ ژوند کي د خورا زیاتو ستونزو سره مخامخ وي.

د ژوند له ملګري سره په اړیکه کي داسي شکوک خورا مشکل جوړوونکي وي او داسي چي د نر و ښځي زیات اختلافات له همدې بې اعتمادۍ څخه سرچینه اخلي.

د يوه بې اعتماده کس سره ژوند کول او له هغه سره د یوې عاطفي او باکیفیته اړیکي جوړول شاید لږ ستونزمن وي. شونې ده تاسي په دې خاطر چي د ژوند د ملګري د بې اعتمادۍ حس مو را ونه پارېږي، اړ سئ چي له ځانه خورا یو محتاط او له شوخ طبیعۍ خلاص کس جوړ کړئ. شاید دداسي حالت سره مخامخ سوي یاست چي بې باوره کس سره د صمیمانه اړیکي د رامنځ ته کولو په موخه زموږ هر ډول کوشش – د هغه/هغې له خوا څخه حمله بلل سوې وي او په پایله کي هغه یا ستاسي څخه لېري سوی/سوې وي او یا ئې په خښم او غُسې سره تاسي له ځانه لېري کړي یاست؛ ځکه نو، تاسي چي هرڅومره خپل وخت و انرژي د يوه بې اعتماده کس سره پر خپله اړیکه لګوئ، له یو څه وخت وروسته وینئ چي لا هم هغه پر تاسي باور نه دئ کړی او لا هم د لاري په سر کي پاته یاست.

اندېښمنوونکې موضوع خو دا ده چي بې اعتماده کس د توهین و انتقاد احساسولو په صورت کي شونې ده هیجانی یا فزیکي برخورد ته لاس واچوي. بې باوره کسان شوني دي همېشه د ژوندانه د ملګري د خیانت په انتظار وي، ځکه نو که د یوه بې باوره کس سره ژوند کوئ، ددې زیات احتمال سته چي د هغه/هغې له طرفه په څو څو واره – په مستقیم و – غیر مستقیم ډول په خیانت متهم سوي یاست.

د ژوند ملګرې/ملګری مي ولې اعتماد نه کوي؟
ډېری کسان چي په ماضی کې بدرفتاري و بې اعتمادي لیدلې وي، یو لړ پېچلي احساسات لکه وېره، غسه او درد ئې تجربه کړي وي. په پایله کې اوسنۍ اړیکي هم درد زېږوونکي او د ماضی تر تاثیر لاندي وي.

دا چي بې اعتماده کس احتمالاً په ماشومتوب کي بدرفتاري لیدلې او پر خپلو شاوخوا کسانو بې اعتماده سوی دئ، په لویوالي کي هم نورو ته له نژدې کېدو او د هغوی سره له دوستانه اړیکو جوړولو وېره لري. دوئ په خپلو اړیکو کي د هوسایۍ او راحتۍ احساس نه کوي. د دوئ له پاره ددې پر ځای چي نور ورته ډاډ بخښوونکي او خوشحالي ورکوونکي وي، خطرناکه او نه منوونکې وړاندوینه کوي.

دا ډول کسان فکر کوي چي نور دوئ ته زیان رسوي، خیانت ورسره کوي او له دوئ څخه سوء استفاده کوي. نو ځکه غواړي چي د نورو په مقابل کي همېشه دفاعي حالت ولري. د دوئ له پاره اعتماد کول ستونزمن دئ حتا پر ډېرو نژدې کسانو هم اعتماد نه سي کولای.

دا کسان ګومان کوي چي نور په مخفي ډول دوئ ته د زیان رسولو اراده و نیت لري. حتا که د کوم چا رفتار ورسره ښه، انساني او د درنښت له مخي هم وي، د دوئ په دماغ کي همدا ورګرځي چي تر کاسې لاندي نیم کاسه ده. دا کسان راسخ باور لري چي د لېوه سلام بې څه نه دئ.

سربېره پر دې دا کسان پر خپلو ځانو و خپل وړتیاوو او ځان دوست لرلو باندي هم اعتماد نه لري. دوئ پر دې شک لري چي که هومره ښه اوسي چي مقابل طرف ئې حاضر اوسي د دوئ سره پاته سي. ځکه نو همېشه د مقابل طرف ددې نیت و غرض د علایمو په پلټلو پسې وي.

د ژوند د بې اعتماده ملګري سره څه وکړو؟
سمه ده چي د یوه بې اعتماده کس سره د ژوند چاري مخ ته وړل ستونزمني ښکاري خو که د ژوند ملګری/ملګرې مو بې اعتماده وي – لاندي سپارښتني کولای سي چي د ژوند د ملګري سره مو له جنګ و جدله نسبتاً خلاصي اړیکي په لرلو کي مرسته وکړي:

۱ـ غیر واقعي غوښتني مه کوئ
که چېري بې اعتمادي و بې باوري مو د ژوند د ملګري د ماشومتوب دوران له تاثیراتو څخه وي، باید ددې هیله ونه لرئ چي دا مشکل دي ژر لېري سي. کله داسي مالومېږي چي د اعتماد او خوش بینۍ د رامنځ ته کولو له پاره زموږ هڅي، یوازي دا نه چي فایده نه لري، بلکي لا ستاسي په نسبت د هغه د خصومت و دښمنۍ سبب سوي دي او تاسي پر پخوا زیات د مایوسۍ سیند ته ور ټېل وهي.
که د خپل ژوند د بې اعتماده ملګري پر قبلولو قادر یاست او همېشه د هغه/هغې د رغېدو هیله لرئ، نو له زیات څخه زیات به د بې اعتمادۍ له وجي د هغه بدرفتارۍ تحمل کوئ.

۲ـ په پوره صبر سره ئې اعتماد خپل کړئ
د داسي کس سره اړیکه ساتل او د هغه/هغې اعتماد ترلاسه کول پوره سنجول سوي عملکرد ته اړتیا لري. ځکه نو په کراره او پرته له هر ډول فشار یا زور څخه د هغه سره په اړیکه کي اوسئ او پرېږدئ چي هغه لږ لږ پر تاسي باور وکړي. پام مو وي چي د ژوند ملګري ته مو د اعتماد و باور په مورد کي لازم فرصت ورکړئ او په دې باره کي ټینګار و اصرار ونه لرئ.

د مثال په توګه مه وایاست چي:” ته ولي پر ما باور نه کوې؟! “ که داسي وکړئ د ژوند د ملګري فرضیه پر دې اساس چي تاسي یو انتقاد ګر کس یاست، اثبات ته رسېږي او په پایله کي ستاسي سره مقابله کوي.

۳ـ که هرڅومره سخته ده خو له هغه/هغې څخه مه غُسه کېږئ.
دا طبیعي ده چي تاسي د هغه له بدبینۍ، تورونو، تحقیر او بدرفتارۍ څخه له ځانه په خښم او غُسې سره غبرګون ښکاره کوئ خو ستونزه دلته ده چي دا کس له اوله پر تاسي بې باوره دئ، نو دقیقاً ستاسي له لوري د همدې رفتار تمه لري.

۴ـ ژبه مه کوئ
ژبه کول شاید د بې اعتماده و بې باوره ملګري په وړاندي د منفي هیجاناتو د تخلیه کولو له پاره يوه لاره وي؛ خو څېړونکي ښودلې ده چي ژبه کول او د رفتار پر تکرار باندي تاکید نه سي کولای چي داسي مشکل حل کړي.

ستاسي تعرضانه رفتارونه سبب کېږي چي یو ځل بیا ستاسي د ژوند ملګری/ملګرې دې پایلي ته ورسېږي چي د نورو ټولو افرادو په شان، پر تاسو هم باور نه سي کولای. ځکه نو له داسي غبرګونونو و عکس العملونو پرهېز وکړئ. داسي فکر وکړئ چي بې باوره و بې اعتماده کس د يوه کوچني زخمي او بېرېدلي ماشوم په شان دئ. دا فکر کولای سي چي د هغه/هغې په وړاندي ستاسي د خښم و غُسې په کنټرول کي د هغه/هغې سره مرسته وکړي.

۶ـ د ژوند ملګری/ملګرې مو مقصر مه ګڼئ
هغه/هغې ته وښياست چي باید په تېر کي ورسره بدرفتاري او ورڅخه سوء استفاده نه وای سوې او هغه ددې هرڅه لایق نه دئ. هغو کسانو چي په تېر کې ستاسي د ژوند له ملګري سره بد چلند کړی دئ، په قوي باور هغه ئې د همدې بدرفتاریو و بې اعتمادیو وړ بللی/بللې ده. دې پایلي ته رسېدل چي په تېر کي بدرفتاري د هغه/هغې د بدوالي په خاطر نه ده رامنځته سوې؛ کولای سي چي د هغه د عزت نفس سره زیاته مرسته وکړي.

۶ـ شک پاروونکي رفتارونه مه کوئ
ستاسي مبهم، شک پاروونکي او یا غیر صادقانه رفتار کولای سي چي ستاسي د ژوندانه د ملګري بې اعتمادي زیاته کړي. د مثال په توګه که د بېلابېلو دلایلو په وجه چي تاسي ته مواجه دي ترجېح ورکړئ چي د کورنۍ د غړو، دوستانو یا همکارانو تلیفوني تماسونه مو د ژوند د ملګري په حضور کي ځواب نه کړئ؛ پرته له دې چي هغه/هغې ته ئې توضېح کړئ چي دا کار تاسي د عادت یا د شرم له مخي ترسره کوئ؛ په دې کار سره مو د ژوند ملګري ته د شک او بې اعتمادۍ زمینه مساعدوئ.

۷ـ له يوه ارواپوه مشوره وغواړئ
که د ژوند د ملګري بې اعتمادي و بدرفتاري مو شدیده وي، په خاصه بیا که چېري په تېر کي د بدرفتارۍ تجاربو هغه ته جدی زیان اړولی وي، له تاسو نه غواړو چي په یوازي ځان د هغه سره مخامخ سئ. د امکان په صورت کي پرته له دې چي د ژوند ملګری/ملګرې مو په بدبینۍ متهمه کړئ یا هغه پړ/پړه وګڼئ، له یوه ارواپوه څخه ددې ځانګړني د تغییر له پاره مرسته وغواړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نوراحمد فضلي