هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

ټرمپ وايي، امریکا ته پر ورتګ بندیز پر مسلمانانو بندیز نه دی

ټرمپ وايي، امریکا ته پر کډوالۍ بندیز پر مسلمانانو بندیز نه دی. نوموړې د یکشنبې په ورځ امریکا ته د اوو هیوادونو پر وګړو د بندیز په اړه په لنډه خبرو کې وویل چې دا پر مسلمانانو بندیز نه دی بلکې د امریکا د خلکو د خوندیتوب لپاره اړین اقدام دی چې باید پخوا شوی وی.

د جمعې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو حکم کې دې هیواد ته د کډوالو په ورتګ د څلورو میاشتو لپاره بشپړ بندیز ولګاوه او همدارنګه یې له اوو هیوادونو څخه چې اکثریت وګړي یې مسلمانان دي امریکا ته د خلکو هر ډول سفر بند کړ.

د ولسمشر ټرمپ ددې حکم سر سم د امریکا د کورني امنیت او سرحدي ساتونکو ادارو په هوايي ډګرونه کې یو شمیر هغه خلک چې دې بندیز پرې سمون خوړ ودرول او بندیان یې کړل.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ په دې اړه په لنډو خبرو کې وویل چې ددې حکم عملي کیدل یې ښه روان دی. او په هوايي ډګرونو کې په ښه توګه عملي کیږي.

د ټرمپ اداره وايي، امریکا ته په ورغلیو کسانو کې یوازې ۱۰۹ کسان ددې نوې حکم څخه اغیزمن شوي دي.

دې چارې دننه په امریکا او له امریکا بهر پراخ اعتراضونه راوپارول.

د امریکا د لویو هوايي ډګرونو مخې ته خلک د اعتراضونو لپاره راټول شول. او د یکشنبې په ورځ په واشینګټن کې د سپینې ماڼۍ شا او خوا هم اعترض کونکي راغونډ شول.

د نیویارک د یوې ناحیې قاضي د ټرمپ د حکم ځینې برخې په موقته توګه وځنډولې او د هغو کسانو چې په قانوني اسنادو امریکا ته رسیدلي، د بیرته ستنولو مخه یې ونیوله.

بل خوا که څه هم په لومړیو کې ویل شوي و چې د ولسمشر ټرمپ له دې حکم سره، د ایران، سوریې، سومالیه، عراق، لبیا، یمن او سوډان پر هغو اتباعو چې امریکا د استوګنې او کار قانوني اجازه ” ګرین کارډ “ لري هم بندیز لګیدلی خو وروسته د سپینې ماڼې د ځینو چارواکو په شمول امریکايي چارواکو وویل چې د ګرین کارډ لرونکې په دې محدودیت کې نه دي شامل.

د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د ټرمپ سره په تیلفوني خبرو کې نوموړې ته د اوو هیوادونو د وګړو پر سفر د بندیز له کبله خپل اعتراض وړاندې کړ. د نوموړې ویاند خبریالانو ته ویلي چې میرکل په دې باور ده چې له ترهګرۍ سره روانه جګړه د یوې سیمې یا عقیدې پر خلکو له بندیز سره هیڅ تړاو نه لري .

د بریتانیا لومړۍ وزیري تریسا مې چې تازه د ټرمپ سره له لیدنې راستنه شوې که څه تر یو وخت یې په دې اړه له څه ویلو ډه ډه وکړه خو بریتانیا کې اعتراضونه اړ کړه چې ووايي، د ډونالډ ټرمپ له دې بندیز سره چې د مشخصو هیوادونو په وګړو یې په ټولیزه توګه لګولی موافقه نه ده. همدارنګه نوموړې خپلو وزیرانو ته ویلي چې د ټرمپ د ادارې له چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړي.

د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو وویل ، د کاناډا غیږ د چا سیمې او عقیدې ته له پام پرته ټولو کډوالو ته پرانیستې.

د ترکیې، عراق، ایران او د نړۍ د ځینو نورو هیوادونو چارواکو هم د ټرمپ دا اقدام غندلی دی.

ایران او عراق چې د ټرمپ په حکم کې شامل هیوادونه دي، هوډ یې څرګند کړی چې ځوابي اقدام به وکړي.

په امریکا د رسنیو بنسټونو او چلونکو چې لا د مخه یې له نوي ولسمشر سره اړیکې ترینګلي دي هم په خپلو خپرونو او راپورونو کې پر کډوالو او د اوو هیوادونو پر وګړو دا بندیز په بیلابیلو بڼو غندلی او د دمدني ازادیو خلاف یې بللی دی.

هیلري کلینټن چې د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ سیاله وه ، پرون یې پر ټویټر یو پیغام کې د ټرمپ ددې بندیز پر ضد لاریونونه وستایل او ویې ویل د هغوی سره چې د امریکا د ارزښتونو او اساسي قانون د دفاع لپاره نن شپه راوتلي ولاړه ده .

جمهوري غوښتونکي مخکښ امریکايي سناتور جان مکین هم په یوه تلویزوني مرکه د ټرمپ وروستی بندیز ګونګ او بې نتیجې بللی دی.

ملګرو ملتونو، د بشري حقونو ادارو او د کډوالو د دفاع ډلو هم د ټرمپ دا اقدام د کډوالو د نړیوالو حقونو څخه سرغړاوی بللی دی.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */