له ولسمشر ټرمپ همدومره تمه کیدای شي، خو خبره دلته ژوره ده – انتظار خادم

ټرمپ د کرکټر په لحاظ کاواکه او د نیت په لحاظ خطرناک انسان دی. د ټرمپ په اړه ویل کیږي‌چې سخت شر خوښونکی دی. هم له شره ګټه پورته کوي او هم د شر وروسته وضعیت نه. ټرمپ افراطي سوداګر، بې باکه سیاستوال، ځان غوښتونکی، د اغراق تر حده دروعجن، حیله ګر او مکار انسان دی. نوموړی انسانیت، ډیپلوماتیکو عرفونو، نړیوال نظم او د هیوادونو ترمنځ متقابل نزاکت ته پابند نشي پاتې کیدلی.‌
امریکا له جنګه زیږیدلی، په جنګ روږدې او په جنګ پاییدلې ټولنه ده او د خپل تقریبآ ۲۳۹ کلن عمر ۹۳ سلنه وخت یې په جنګ کې مصرف کړی دی.
د چین مشهور پانګوال او د علې بابا شرکت مشر جک ما وایې چې امریکا په تیرو ۳۰ کلونو کې په ۱۳ جګړو ۱۴.۲ تریلیون ډالر لګولي دي او امریکایې مشهور پانګوال ډیویډ راکفلر وایې چې د پرمختګ قطعې لاره جنګ دی.‌

لېکوال : سید انتظار خادم

دا او دیته ورته سلګونه نور تاریخي اسناد ددې شاهدې ورکوي چې امریکا جنګ غواړي او اوسمهال ډونالډ ټرمپ دداسې سیاسي مزاج استازولي کوي.
د افغان جګړې او افغان تاریخ په اړه د ټرمپ سیاسي ادبیات نوې نه دي او همدا تمه ترې کیده خو خبره اوس بدله او ژوره ده.
البته یادونه کوم چې ټرمپ په هیڅ دلیل د اکثریت ملکي امریکایانو استازولي نه کوي او نه یې کولی شي.‌
ټرمپ له ولسمشرۍ وروسته او د کمپاین په وخت کې وویل چې د ناټو ایتلاف له منځه وړم ځکه دوی د خپلې (جې ډې پې) یواځې ۲ سلنه په شریکو نړیوالو جګړو مصرفوي پداسې حال کې چې ناټو د امریکا د حق او ناحق جګړو د ملا تیر او کرایې فوځ دی. بې له ناټو امریکا په هیڅ بدلیدای شي مګر ټرمپ خپل احساساتي وینا وکړه.
بیا یې وویل چې د جنورۍ د اولې نیټې وروسته کله چې زه سپينې ماڼۍ ته لاړ شم،‌د ملګرو ملتونو د کارطرز او میکانیزم به بدل وي پداسې حال کې چې ملګرې ملتونه له ټولې دنیا جوړ او هیڅوک هم د ددې بنسټ د کړنو د واک انحصار او منافولی حق نلري.‌
ټرمپ بیا ځل ټولو مسلمانانو ته تروریستان وویل، د یو شمیر مسلمانونو هیوادونو د زایرینو پر مخ یې د امریکا دروازې وتړلې، په امریکا کې درې ملیونه مهاجرو مسافرو ته ېې د امریکا د پریښودلو امر وکړ، شمالې کوریا سره یې دوستې پیل کړه، جنوبې کوریا چې تقریبا ۷۰ کاله یې د امریکا د خوښۍ لپاره د شمالې کوریا سره دښمني وکړه مګر ټرمپ ورسره د اړیکو د شکولو خبره وکړه.
په ۲۰۱۷ کال کې یواځې جنوبي کوریا د امریکا سره ۶۶ ملیارد ډالر ګډه سوداګري کړې وه.
ایران سره یې ځکه د اوباما تړون لغوه کړ، ځکه چې ایرانیانو یو وخت پخپلو مظاهرو کې د ؛ مرګ په امریکا؛ کلیمه کارولې وه، که څه هم تیریسا می، ترودو، انګیلا مرکل او مکرون یې مخالفت وکړ مګر نوموړی په خپل سرزوري دریځ ودریده.
دا او دیته ورته ډیرې نورې نادرې هم ټرمپ وکړې مګر د افغانستان په اړه یې دا حیرانونکي‌ادبیات په دوه دلیلو د منطق په تله برابر نه دي.
لمړی دا چې د افغان موضوع حساسیت چې تیر اتلس کاله پکې افغانان لتاړ دي او په ډول ډول بهانو هره ورځ سلګونه انسانان قرباني کوي، او دوهم د زماني شرایطو په لحاظ چې د افغان ملت برخلیک به پکې ټاکل کیږي.
د سپتمبر میاشت ته ګوتې په شمار ورځې پاتې دي.‌اوس د کلونو مسله نه بلکې د ساعتونو مسله ده. یا به ټاکنې کیږي چې کیدای شي د سولې پروسه متلاشي کړي او په هیڅ دلیل د سولې لپاره ممد نه شي‌تمامیدلی که څه هم زمونږ اساسي اړتیا، هویت او د برخلیت بنسټیزه ستنه ده، او بل اړخ ته سوله چې باید جنګ پکې پای ته ورسیږي،‌ طالبان د سیاسي سیستم برخه شي، امریکایان له هیواده ووځي او بیا ځل د سمو شرایطو سره سم د رڼو ټاکنو لپاره لاره هواره شي.‌
دا چې تمه کیږي د اګست میاشت په ورستیو کې به د سولې ممکن تړون وروستی کیږي، د ټرمپ اظهارات د افغان جګړې او سولې په اړه لاز یات شکوک پیدا کولی شي او د سولې هڅې اوږدولی او پیچلې کولی شي.‌
تیر اتلس کاله د امریکا ټولو سیاسیونو پاکستان د افغان جګړې په سلسله کې متهم ګڼلی، او حتی دا چې پاکستاني سیاستوالو هم اعتراف کړی مګر نن ټرمپ د عمران خان او پاکستان دومره افراطي ستاینه وکړه چې دنیا یې حیرانه کړه.
همدې ټرمپ د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په لمړۍ ورځ ټویټ وکړ او پاکستان یې دغل، مکار، او دروغجن دوست یاد کړ پداسې حال کې چې اوس ېې ورته د برآت سپین چیک ورکړ او غیر مستقیم یې د پاکستان د سیاسي خوځښت د بیا ژوندې کیدو هیلې وزیږولی.
مونږ افغانان د خپلو ګاونډیو سره د متقابل احترام، حسن نیت او ګډې همکارۍ د روحیې په اساس نیک روابط غواړو مګر دا روابط باید په رښتیا د عمدم مداخلې او همکارۍ په بنسټ وي نه د چل او فریب.

کیدای شي امریکا د پاکستان سره خپله یارې همداسې ژوندې وساتي مګر لازمه نده چې په افغانانو د تپل شوې جګړې د تیرو اتلسو کلونو شیهدانو روح ته سپکاوی وشي.
لازمه نده چې افغان تاریخ او ټولنیز ارزښتونه سپک وګڼل شي. انګریز یرغل وکړ مګر په بیرته تیښته کې یې ۱۶۰۰۰ عسکر تر ننګرهاره تالا ترغۍ شي او یواځې ډاکتر برایدن په پرهر پرهر بدن ځان تر پیښوره ورسوه. نوموړی هم د افغان غازیانو لخوا ددې لپاره ژوندې پریښودل شو ترڅو د خپلې ماتې او افغان میړانې کیسې خپلو نسلونو ته وکړي.
روسان د خپل ټول دهشت او زور سره مات، ګډوډ او امپراتوري یې له منځه لاړه.‌ اوس نو د چنګیز او ګرګین تجربو ته په کتلو نه ټرمپ دا جرات لري، نه توان او نه پلان. نوموړی باید د عامو اذهانو د مغشوش کولو او بې باورۍ لپاره داسې غیر مسولانه خبرې ونکړي.
اوسمهال تاریخ دا ثابتوي چې د ۲۰۰۱ کال یرغل د غلطو معلوماتو پر اساس ترسره شو. معنی دا چې امریکا یرغل وکړ نه د خپل حق نه دفاع او طالبان شاید په حقه وي چې وایې زمونږ نظام یې ړنګ کړی. بش هم خپل کتاب (پریکړې) کې د یرغل د غیر مشروعیت خبره په ډیر نازک انداز یادوي.
تیر اتلس کاله یواځې افغانانو د خپل ژوند او خوښۍ په قیمت تاوان ورکړی.
فساد چې د ټولو ستونزو مور ده په سیستم، ذهن او ټولنه کې ترزیق شوه. د سیګار د راپور سره سم په هر یوه ډالر کې ۷۵ سنټه بیرته امریکا ته تللی، معنی دا چې د ۱۳۴ ملیارډ ډالرو ډیره برخه بیرته د امریکا کمپنیو او پوهانو په نامه لکونو کاریګرو وړی. هر کال د یوه امریکایې عسکر مصرف په افغان جګړه کې تر یو ملیون ډالر ډیریده نو معنی دا چې د امنیتي پیسو ډیره برخه بیرته امریکایې عسکرو وړې او امنیتي کمپنې چې بیا ښاغلې کرزي په شنه زور بندې کړې، بیخې د یادولو وړندي چې څومره پیسې یې بیرته ویوړې.
په تیرو اتلس کلنو کې جرمې اقتصاد اوج ته ورسیده. څیړنې ښایې چې د یو اونس پوډرو قیمت په افغانستان کې یو ډالر، ایران کې په یو اونس او پنځلس سنټه، په لندن کې ۴۲ او امستردام کې ۴۶ ډالر تمامیږي.
که د ۲۰۰۳ کال د نشه یې توکو۷۰۰۰ هکتاره ځمکه په ۳۷۴۰۰۰ هکتاره ځمکه بدلیږي، نو د نشه یې توکو نه لاس ته راغلې پیسې هم د افغان جګړې لپاره تکافو کوي ځکه نو نور باید ددې موهومې او بدرنګې جګړې د مصارفو خبره ډیره یاده نکړای شي.‌
ویل کیږي چې ۲۳۷۰ امریکایې عسکر تر اوسه افغانستان کې وژل شوی دي. افغان فوځ دا شمیر قرباني هره میاشت ورکوي.‌
په ۲۰۱۶ کال کې ولسمشر غني مونږ سره په مجلس کې وویل چې یواځې د اګست په میاشت کې ۱۵۰۰ افغان عسکر شهیدان شوي، پداسې حال کې چې دا شمیره د تیرو میاشتو پورې ډیره پورته تللی وه. د ملکي تلفاتو او طالبانو د وژل کیدو خو هډو معلومات نشته.
مګر امریکا د سپتمپر د واقعې د ۳۰۰۰ امریکایانو خبره زمونږ په سر سپره کړیده.
د اکسفورد څیړنه ښایې چې د سګرټو د څکولو له امله هره ورځ په امریکا کې ۱۳۰۰ نفر وژل کیږي، پداسې حال کې چې د سګرټو د ۴ ورځو وژل شوې کسان د سپتمپر د واقعې او امریکا د تیرو اتلس کلونو د افغان جګړې د قربانۍ سره برابر دي.
مونږ د امریکایانو په وژل کیدو نه یو خوښ او نه د امریکا بعضې مرستې بابیزه ګڼو مګر هیله مو داده چې امریکا او ترمپ د افغانانو قرباني هم هیره نکړي او نه دومره بد اخلاقي وکړي‌ چې نور لس ملیونه انسانان را ووژني.
کله چې ټرمپ د لس ملیونونو انسانانو د وژل کیدو خبره کوي نو څو معناوي درلولی شي. لمړی دا چې لس ملیونه طالبان دي،‌ معنی دا چې لس ملیونه خلک د طالبانو ملاتړې دي، معنی دا چې لس ملیونه خلک د طالبانو تر تسلط لاندې ژوند کوي او یا معنی دا چې که لس ملیونه افغانان ووژنم نو ماته هیڅ فرق کوي او نه مې پرې باڼه رپیږي.‌ که د ټرمپ خبره په هر قالب کې واچوو، معنی یې غلطه، مخربه او تاواني راووځي.‌
د نړۍ هیڅ قدرت باید د افغان وینه بې بها وانخلي او نه هم افغان تاریخ ته په سپکه وګوري. مونږ جنګ نه کوو، جنګ په مونږ تپل شوی. بهرنیان رښتیا وایې چې مونږ سیاست بایللی او جنګ مو ګټلی، نو که خبره داسې وي، ولې مو ټرمپ حتی په جګړه کې کمزوري بلي؟‌
وروستی دا چې د ټرمپ خبرې غیر مسولانه او د یوه افغان په صفت راته خورا خواشینونکي دي.‌ که څه هم امریکا د خپلې بهرنۍ ديپلوماسۍ د تمثیل لپاره خپل قواعد لري مګر د امریکا اساسي قانون خپل ولسمشر ته ډیر صلاحیتونه ورکړي او پریکړې یې خپلې خاصې اغیزې درلولی شي.‌ هیله ده د امریکا سنا، کانګریس، او بهرنیو چارو وزات دا خبرې تصحیح او بخښنه وغواړي ترڅو په ګډه افغانستان په رښتیا جوړ او با ثباته کړو.
افغانستان د غرو رغونو وطن دی.‌ که څه هم ټولنیز انضباط مو ارهم برهم دی، حب الوطنۍ حس رانه تروړل شوی، ملي وحدت داغدار دی مګر بهرنیان باید په یاد ولري چې دا وطن اوس هم اصیل بچي لري او د خپلو ځاني ګټو په قربانۍ به دا وطن ساتي،‌ ارزښتونه به یې ساتي، د جنګ تاریخ به د سولې په تاریخ بدلوي او مخرب ګاونډیان او بهرنیان به د خپل علم او منطق پر بنسټ غلط ثابتوي.
دا وطن به تل ځلیږي لکه ستوری د اسمان.‌

وروستي مطالب