سرسکالو سیاست نړۍ

ټرمپ: غواړم په منځني ختیځ کې له پوځي زیان څخه پرته سوله راولم

خبر: نسیمه محمدي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ وایي هېواد یې د نظامي پرسونل له لاسه ورکولو پرته، په منځني ختيځ کې د سولې رامنځته کېدلو په هڅه کې دی.

د راپورونو پر اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ، سه شنبه د یوې غونډې په بیانیه کې، چې له ABC څخه خپرېده په پنسلوانیا کې وویل:

امریکا د نظامي پرسونل له لاسه ورکولو پرته په منځني ختیځ کې د سولې په لټه کې دی.

هغه وویل:

د دې پر ځای چې د جنګ په اړه خبرې وکړو، باید پوه شو، چې نن مو څه لاسته راوړي. موږ په منځني ختیځ کې، پرته له دې چې خپل سرتېري له لاسه ورکړو، د سولې لپاره هڅه کوو.

نوموړي یادونه وکړه، چې د هغه په مدیریت کې له افغانستان او عراق څخه په قسمي ډول امریکايي ځواکونه بهر شول.

ټرامپ وویل:

ما له افغانستان او عراق څخه سرتېري بهر کړل.

پر دې سربېره ټرامپ وايي، چې موږ تقریباً ټول ځایونه پرېښودل، خو دوی وايي، چې تاسې د جنګ لپاره هڅې کوئ.

ټرامپ زیاته کړه:

شمالي کوریا ته وګورئ، هر څه په هماغه ډول پاتې دي، موږ د هغوی سره جوړ راتلای شو، ما د دغه هېواد له مشر، کیم جوون اوون سره جوړ راځم، مخالفانو ویل چې جګړه به وشي. که دا ډول حالت د ولسمشر بارک اوباما یا هېلارې کلېنټون پر وخت وای، ممکن د شمالي کوریا سره یوه جګړه حتا یوه هسته یي جګړه شوې وای.

وړاندې تر دې د سه شنبې ورځې په لومړیو کې په واشنګتن د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر شیخ عبدالله بن زاید آل نهیان او عبدالطیف الزلیاني، د اړیکو د عادي کولو لپاره هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

ټرامپ د هوکړه‌لیک تر لاسلیکولو وړاندې ډاډ څرګند کړ، چې دا هوکړه‌لیکونه په منځني ختیځ کې د جامع سولې لپاره بنسټ وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ