سرسکالو کرونا نړۍ

د ټرمپ مشر زوی هم پر کرونا اخته شو

ژباړه: عایشه حیدري

د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مشر زوی، ډونالډ ټرمپ جونیور د کوویډ‌۱۹ د ټسټ پایله مثبت اعلان شوه.

د راپورونو پر اساس، د بلومبرګ بنسټ د یوه وياند په يوې بيانيه کې ويلي چې د ټرمپ جونیور د کوویډ۱۹ د معاينې پایله د تېرې اونۍ په پيل کې مثبته اعلان شوې او نوموړی اوس مهال کرنټين دی. ټرمپ جونیور له هغه مهاله چې کورونا تشخیص شوه، تل یې د ډاکټرانو په لارښوونو عمل کړی او د کورونا وایروس هېڅ ډول مثبت علامه پکې نه وه لیدل شوې.

جونیور ټرمپ د ټرمپ د کورنۍ وروستی غړی دی چې اوس په کوویډ۱۹ اخته کېږي. د ټرمپ جونیور په کوویډ۱۹ اخته کېدو خبر هغه مهال خپور شو چې د سپینې ماڼۍ د يوه کار کوونکي انډرو جولیاني چې د روډي جولياني زوی دی اعلان وکړ چې کورونا د معاينې پایله يې مثبته اعلان شوې ده.

US President Donald Trump's eldest son tests positive for coronavirus

د کورونا له پيل څخه تر دې مهاله سپينه ماڼۍ د کورونا له څو پېښو سره مخ شوې ده. چې کولای شو د ولسمشر، لومړۍ مېرمنې، د رسنيو مشر، د ولسمشر د دفتر مشران، د ولسمشر مرستيال او سلاکاران اسټفن میلر او هوپ هیکس یادولی شو چې په بېلابېلو وختونو کې په کوویډ۱۹ اخته شوي دي.

د کورونا وروستۍ پېښه په سپینه ماڼۍ کې په داسې حال کې پېښېږي چې د کوویډ۱۹ د ناروغانو په شمېر کې په ملي کچه اندېښنې وړ زياتوالی راغلی دی.

په کوویډ۱۹ د اخته کسانو شمېره چې هره ورځ یې راپورونه خپرېږي د ۱۵۰ زرو تنو څخه اوړي او امریکا د پنجشنبې پر ورځ د دغې ناروغۍ له امله د ۲۰۱۵تنو د مړينې خبر ورکوي. د مې له مېاشتې څخه را په دیخوا دا لومړی ځل دی چې په امریکې کې د کوویډ۱۹ له امله د مړينو شمېر ۲۰۰۰زرو تنو ته رسیدلی.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عایشه حیدري ، کابل

تبصره مو ولیکئ