سرسکالو سوله سیاست

ټرامپ: د نړۍ لومړی درجه ترهګر مو وواژه!

راپور: مليحه ناصري

د ۲۰۲۰ز د اګېسټ پر ۲۸مه باندې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرامپ د خپل دولت لاسته راوړنو ته په نغوتې سره وویل چې هغه بریالی شوی چې د داعش ډلې سرلاری( ابوبکرالبغدادي) او د نړۍ لومړۍ درجه ترهګر( قاسم سلیماني) ووژني.

ټرامپ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ( ولسمشري پلوي) ګوند په غونډه کې، په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د دې ګوند نوماندېدل ومنل او دا ټاکنې به د ۲۰۲۰ز په نوامبر کې وشي.

هغه په دې غونډه کې وویل:

« په افغانستان کې مو له داعش او القاعدې سره جګړه وکړه… زما تر راتلو مخکې په دې سیمه کې ناورین و… ټروریزم به ماتوو او خپل هغه سرتېري به د جنګ له ډګرونو راوباسو چې بهرنیو هېوادونو کې پر جګړه بوخت دي.»

د امریکا ولسمشر د اسراییلو او ابوظبي د اړیکو د سمولو د تړون په ملاتړۍ وویل چې دا به تاریخي توافق وي.

د ۲۰۲۰ز د جون پر درېیم ماښام، قاسم سلیماني د عراق د حشد العشبي شورا د رییس له نایب(ابوالمهدي المهندس) سره د بغداد په نړیوال هوايي ډګر کې د امریکا په برید کې ووژل شو.

ټرامپ د هغه تر وژلو وروسته وویل چې قاسم سلیماني د نړۍ لومړۍ درجه ترهګر او شخصاً یې د هغه د وژلو حکم کړی و.

ډانلډ ټرامپ وویل چې سلیماني زرګونه امریکایان وژلي، پکار وه چې ډېر مخکې وژل شوی وی.

ابراهیم عواد السامرايي د اسلامي دولت نومول شوی خلیفه چې ابوبکر البغدادي یې لقب و، د ۲۰۲۰ز د اکتوبر پر ۲۷مه ووژل شو.

ټرامپ ویلي کله چې د امریکايي پوځيانو سپیو البغدادي وڅاره، هغه د تېښتې هڅه وکړه؛ خو تر هغې وروسته یې خپل چاودېدونکی کمربند منفجر کړ، ځان یې وواژه.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ