ټرامپ: چې ټلویزیون کې د "روسيې" نوم واورم، بندوم یې

خبر: نسیمه محمدي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي، امریکا غواړي له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري.
د راپورونو پر اساس، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ یوه امریکايي چينل سره په خبرو کې ویلي، چې امریکا د روسيې او ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو هيله لري.
ټرامپ وویل:

“که د روسيې سره جوړ جاړی وکړای شو، ښه ده که بده؟ فکر کوم ښه ده حتا ډېره ښه هم ده.”

ولسمشر ټرامپ ړداندې وویل:

کله چې د “روسیې” نوم اورم، په ساده ګۍ سره ټلویزیون بندوم. دا یو لېونتوب دی.”


تر دې وړاندې د امریکا د کانګرس رییسې، نانسي پلوسي او آدام شیف، د کانګرس د اطلاعاتو د کمېټې رییس ویلي وو، چې روسيه په فعاله توګه د امریکا په تاکنو کې لاسوهنه کوي.
د هغوی په وینا، د امریکا دولت او شخصا ولسمشر ټرامپ په عمدي ډول د امریکا په ټاکنو او سیاستونو کې د څو هېوادونو سرچینې رامنځته کوي. په ورته وخت کې، دموکراتان په دې باور دي، چې یوازې روسیه په دې پروسه کې لاسوهنه کوي.
 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.







سبا د ټیست نړیوالې اتلولۍ پایلوبه پيلیږي

by محمد صابر حمیدي ، کندهار in سپورټ

د ټیسټ نړیوالې اتلولې پایلوبې ته هند او نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلو لاره پيداکړې، چې د یادو هیوادونو کرکټ بورډونو یادي پایلوبې ته خپلې لوبډلې اعلان کړې.  د ټیسټ نړیوالې اتلولۍ پایلوبه د کرکټ نړیوالې ... نور ولولئ