د امریکا متحده ایالاتو جنجالي ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې هره ورځ د یوه عجیب و غریب کار یا خبرې له کبله د نړیوالو رسنیو سرټکی وي، دا ځل یې ویلي چې د نوبل نړیواله جایزه باید سږ کال ده ته ورکړل شي.
د شمالي کوریا د ستونزې حل
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پر وخت ویلي، چې له شمالي کوریا سره یې د هېواد د څو لسیزو ناندریزو اړیکو کابو کول ده ته د نوبل جایزې د سپارلو لوی دلیل باید وي.
د ټرمپ په وینا د ولسمشر په توګه له ټاکل کیدو وروسته یې له مخکیني ولسمشر بارک اوباما سره یوه ۱۵ دقیقه یي لیدنه لرله.
د ټرمپ په وینا په دې لیدنه کې مخکیني ولسمشر اوباما ټینګار کړی و، چې د شمالي کوریا د ستونزې حل تر ټولو هغه جدي موضوع ده، چې امریکا ورسره مخامخ ده.
د ګواښ ختمیدل
ولسمشر ټرمپ امریکایانو ته په دغه خبري کنفرانس کې ډاډ ورکړ، چې د ده له برکته نور د شمالي کوریا له اړخه د توغندیو ګواښ ورته نه دی متوجه.
ټرمپ وایي اوس دی او د شمالي کوریا مشر کیم جونگ اون نیږدې او صمیمي اړیکې سره لري.
د جاپان د ملاتړ ادعا
امریکایي ولسمشر دا ادعا هم کړې، چې ده ته د نوبل جایزې د ورکولو لپاره د جاپان لومړی وزیر شینزو آبه هم د هغه ملاتړی دی.
د ټرمپ په وینا جاپاني صدراعظم ورنه د شمالي کوریا د اټومي ګواښ د ختمولو له کبله د مننې ترڅنګ هغه ۵ مخیز لیک ور ښودلی، چې هغه د نوبل ادارې ته لیکلی او ټرمپ ته یې د سولې جایزه پکې غوښتې.
د روسیې، ایران او سوریې مهارول
د امریکا ولسمشر پخپلو دغو څرګندونو کې د شمالي کوریا ترڅنګ روسیه، ایران او سوریه هم د نړۍ امنیت ته ګواښونه ګڼلي، خو ادعا یې کړې چې ده ټول مهار کړي او نړۍ یې د دوی له شر و ګواښه ژغورلې ده.
د ټرمپ په وینا د شمالي کوریا له قضیې اخوا د دغو هېوادونو له شره د نړۍ د ژغورنې لپاره هم باید ده ته د نوبل نړیواله جایزه ورکړل شي.
د ده په وینا که د ده د دولت تدبیر مانع شوی نه وای؛د سوریې پر ادلب ښار به روسیې او ایران برید کړی وای او ۳ میلیونه خلک به وژل شوي وو.
پر اوباما ملنډې
په یادو خبرو کې امریکایي ولسمشر پر خپل مخکیني ځای ناستي بارک اوباما ملنډې وهلي او ویلي، چې اوباما د سولې د نوبل نړیوالې جایزې د ترلاسه کولو پر وخت نه پوهیده، چې ولې دغه جایزه ورکول کیږي.
د غبرګونونو تشه
د ټرمپ منتقدین هم له شمالي کوریا سره د هغه جوړجاړی یوه لویه لاسته راوړنه او پرمختګ ګڼي، خو دغو څرګندونو ته یې مخاطبینو کوم غبرګون نه دی ښودلی.
د ځینو په اند د ټرمپ هره ورځ پارونکې خبرې سبب شوي، چې اوس هېوادونه او شخصیتونه ډېر د ده خبرو ته کوم ځواب نه وایي.