اپریل 12, 2021

ټرمپ د امریکا د افسانوي مسلمان سوک وهونکي محمد علي په پس مرګي بښلو غور کوي

Advertisements

د امریکا ولسمشر وایې، د امریکا د افسانوي مسلمان سوک وهونکو محمد علي د سزا پر بښلو فکر کوي.
محمدي علي کلی د امریکا نامتو تور پوستی مسلمان سوک وهونکی و چې د ویتنام په جګړه کې له ګډون څخه په انکار مجرم پیژندل شوی و.
د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس ویلي دا چې محمد علي د امریکا په فوځ کې د وظیفې څخه انکار کړی خو اوس د هغه سزا کیدی شی معاف کړي. هغه ویلي د محمدي علي او څو نورو کسانو په اړه جدي غور کوي او فکر کوي چې د دوی په مجرم پیژندلو کې نا انصافې شوې ده.
ډونالډ ټرمپ مخکې تر دې چې د G7 غونډې د دوام لپاره کاناډا ته ولاړ په سپنه ماڼۍ کې یې ژورنالیستانو ته په دې تړاوو وویل چې د محمد علی د سزا په تړاو فکر کوي او وروسته له ښه غور به خپله فیصله وړاندې کوي.
د نړۍ نامتو سوک وهونکي محمد علي په کال ۱۹۶۷مېلادي کې د ویتنام جګړې ته له تګ څخه انکار کړی و، او د همدې امله مجرم پیژندل شوی و.
په هغه وخت کې هم محمد علی ته سزا اورول شوې وه خو بیا د هغه وخت سترې محکمې ورته په یوه تاریخي پریکړه کې معاف کړه.

د محمد علی د کورنۍ یو وکیل رسنیو ته ویلي چې اوس د دې ضرورت نه لیدل کیږي چې دي امریکا ولسمشر د محمد د سزا په تړاوو خبرې او یا پرېکړه وکړي ځکه دی وایې چې په کال ۱۹۷۱مېلادي کي د امریکا سترې محکمې د هغه سزا معاف کړې وه.
په یوه مرکه کې د وکیل ران ټویل زیاته کړې ده چې دوی د ډونالډ ټرمپ د احساساتو قدردانی کوي، خو اوس په دې تړاوو غږیدل غیر ضروري دي، ځکه چې محمد علی ته د په کال ۱۹۷۱میلادي کې د امریکا سترې محکمې د یوې پرېکړې له مخې د هغه سزا معاف کړې وه.
محمد علی په ۲۰۱۶ميلادي کال کې له دې نړۍ د تل لپاره سترګې پټې کړې .
محمد علی په کال ۱۹۶۷ميلادي کې د ویتنام په جګړه کې له ګډون څخه انکار کړی و او ویلي وه چې دی د ویتنام سره کومه جګړه نه لري، چې له هغې وروسته د نوموړي ډېر امتیازات واخیستل شوه او هغه وخت ورته د پنځه کلونو د بند سزا هم اعلان شوه، خو د نوموړي له درخواست وروسته بېرته سترې محکمې د پنځه کاله بند پرېکړه واخیسته او دی یې معاف کړ.
محمد علی د بوکس وهني د نړۍ یو افسانوي اتل دی چې په کال ۱۹۴۲میلادي کې زیږیدلی او په ۲۰۱۶ کال کې یې د جون په درېمه یې د ژوند پور ادا کړ.

ملي امنیت شورا: له حمل میاشتې وروسته به د یوې کیلۍ موټر نه ګرځول کېږي

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

Advertisements د افغانستان ملي امنیت شورا د پرېکړې له مخې د حمل له میاشتې وروسته د يوې کيلۍ موټرو ګرځولو ته اجازه نه ورکول کېږي. د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه ... نور ولولئ