ټرامپ ته د کیم جون اوون عاشقانه لیکونه؛ څه یې پکې لیکلي؟

راپور: نسیمه محمدي
د راپورونو پر اساس، باب ووډوارډ، امریکايي ورځپاڼه لیکونکي، په خپل تازه کتاب«خشم/ غوسه» کې لیکي:
د امریکا ولسمشر ټرامپ، وړاندې له دې چې کوویډ- ۱۹ وبا خپره شي، پوهېدلو، چې دا ناروغي له انفلونزا وژونکې ده، خو غوښتل یې دا کړکېچ یې کمرنګ انځور کړي.
دا کتاب د شمالي کوریا د رهبر، کیم جون اوون له لوري ډونالډ ټرامپ ته د ۷۲ لیکونو؛ لرونکی دی، چې غربي رسنیو په ټوکه «د عاشقانه لیکونو« نوم ورکړی دی.
په دغو لیکونو کې، چې د مینه‌ناکو الفاظو څخه ډک دي، کیم جون اون پرله‌پسې د امریکا ولسمشر ته د «ښاغلیه» خطاب کوي، مېرمنې ته یې سلام لېږي او د زېږېدلو ورځ یې مبارکي وايي او اشاره کوي، چې د د دوی ژوره او ځانګړې ملګرتیا به جادو وکړي.
د شمالي کوریا ډېکټاټور ولسمشر، له ولسمشر ټرامپ سره د یوې لیدنې یادونه کوي، چې په ۲۰۱۸م کې په سینګاپور کې لیکلي:
«زه نشم کولای هغه شېبه هېره کړم، چې ما د ښاغلي لاس ونیو.»
نوموړي زیاته کړه:
څرنګه چې مې هغه وخت اشاره وکړه، د ښاغلي ټرامپ په څېر شخص سره د اړیکو جوړول، زما لپاره ستر ویاړ دی.
ټرامپ او کیم جون اون تر اوسه درې ځلې سره لیدلي دي، چې د دغو دوو مشرانو لومړنۍ لیدنه په ۲۰۱۸م د جون میاشت او سنګاپور کې وشوه.
له دغه لیدنې څو میاشتې وروسته، د امریکا ولسمشر د خپلو پلویانو په ډله کې وویل، چې هغه او کیم جون اون پر یو بل مین شوي دي.
ښاغلي ټرامپ زیاته کړه:
هغه ما ته ښکلي لیکونه لیکلي دي؛ فوق العاده لیکونه، موږ پر یو بل میئن شوي یو.
سره له دې، د دوو خواوو اړیکې په فبرورۍ کې کړکېچنې شوې. پر دې سربېره، د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو درې ناستو، لا هم د هستوي وسلې څخه د پیونګ یانګ د بې وسلې کولو کې، د پام وړ چانس نه دی ترلاسه کړی.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




په هلمند کې تازه جګړو له ۹۰۰زیاتې کورنۍ بې کوره کړي

لیکوال: ياران، جلال اباد - برخه : افغانستان

لیکنه: ظریف الله ساحل د هلمند د کډوالو او راستنېدونکو چارو رئیس وايي’ له تېرې یکشنبې د تازه جګړو له کبله په سلګونو کورنۍ د هلمند بېلابېلو برخو ته کډه شوي دي. سید محمد رامین ... نور ولولئ