Advertisements
سینما او موسیقي

ډونالډ ټرمپ یوه فلم کې راښکاره کیږي

د امریکا متحده ایالاتو اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د انګلیسي سینما په یوه فلم کې راښکاره شي.

د معلوماتو له مخې ټرمپ د هالیوډ په یوه فلم چې وړاندې يې یو بله برخه جوړه شوې ده، کار وکړي.

امریکایي ولسمشر ټرمپ، په فلم کې د رول لوبولو او کار کولو په تړاو ویلي چې په فلم کې کار کول او راښکاره کېدل د ویاړ خبره ده.

د رسنیو د رپوټ له مخې، په ۱۹۹۲ کال ریلیز شوی فلم (هوم الون) بلې برخې (هوم الون ۲) کې کار کړی.

د امریکایې رسنیو په حواله نوموړی د هوم الون ۲ فلم په یوه صحنه( لوسټ ان نیوریاک) کې لیدل کیږي. ښکاري چې ډونالډ ټرمپ په دغه صحنه کې د فلم مرکزي کردار لرونکي ته لارښونه کوي.

هوم الون فلم دماشومانو اړوند فلم دی او ټرمپ یې په تړاو ویلي چې ورته د ویاړ خبره ده چې د یو وخت مشهور ماشومانو اړوند په فلم کې کار کوي.

دغه راز زیاتوي چې هوم الون د ماشوم د ډېرې خوښې فلم دی. نوموړی وایي هغه ډول یې ماشومان په ټلویزیون کې نه شي کتلی څه ډول یې چې په فلم کې لیدلی شئ نو وایي کله چې ماشومان وګوري ورته وایې به: مونږ ته په فلم کې لیدلی وې !

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی