سرسکالو سیاست کرونا نړۍ

ټرمپ: مشاوره مې کرونا شوه، زه او میرمن مې ټیسټ ته منتظر یوو

لیکنه: بشر درویش
راپور: بشر درویش

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه پيغام کې ویلي چې مشاوره یې کرونا شوې او دا ددوی لپاره هم د خطر نښه ده.

هغه ویلي چې هوپ هیکس چې پرته له ځنډه سخت کار کوي او اوس کرونا نیولې.

ډونالډ ټرمپ ویلي چې دی او میرمن یې میلانیا ټرمپ هم منتظر دي چې د کرونا ټیسټ یې څه ډول دی.

ټرمپ زیاته کړې چې په ورته وخت کې د قرنطین کیدو لپاره هم چمتووالی نیسي.

ډونالډ ټرمپ چې بیا د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند دی، له خپل ډیموکراټپال سیال جوبایډن سره یې وړمه ورځ لومړۍ مناظره هم ترسره کړه.

دا به ښاغلي ټرمپ او نورو سیاستوالو ته سخته وي چې د پخوا په څیر ټاکنیز کمپاینونه وکړي، ځکه لا هم کرونا په نړۍ کې یو ګواښ دی او ویل کیږي چې دویمه څپه یې هم راتلونکې ده.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

بشر درویش

بشر درویش د یاران د کاري ټیم غړی دی، چې پر بیلابیلو مسلو د یاران لپاره راپورونه او مطالب چمتو کوي

تبصره مو ولیکئ