هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .

ځینې اروپاهان ادعا کوي چې ټرمپ له رواني پلوه جوړ نه دي

د ټرمپ د رواني روغتیا په اړه شکونه په دې وروستیو کې د یو شمیر امریکايي او بریتانوي رسنیو لکه ، میرر، اینډپینډینټ، میټرو ، او نیویارک ډیلي نیوز، سي این این او نورو د بیلابیلو راپورونو موضوع ده .

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اړه د ټاکنیزو منډو ټړو پر مهال هیلري کلنټن ویلي و، چې ټرمپ د ولسمشرۍ حوصله نه لري. خلکو د هغې خبرې د ټرمپ د سیالې او منتقدې په توګه وګڼلې؛ خو ځینې نور هم همدا خبره کوي.

امریکا کې یوې ډلې چې وايي ارواپوهان د ډونالډ ټرمپ په ذهني سلامتیا شک څرګند کړی.

که څه هم تر اوسه دا د ارواپوهانو لپاره غیري قانوي کار و، چې دوې دې د ژورنالیستانو سره د مخور کس او مشر په اړه دا ډول څرکندونې وکړي؛ خو دې څو تنو ارواپوهانو اوس په ټرمپ پسې خپلې خولې خلاصې کړي.

د ټرمپ په اړه د ارواپوهانو په وروستۍ خپرو شو مالوماتو کې نادرې خبرې شته.

له دې ډلې یو ارواپوه جان ډي ګارټنر ویلي، چې ټرمپ خطرناک ذهني ناروغ دی او د ولسمشرۍ هیڅ حوصله نه لري.

د ګارټنر په وینا، ډونالډ ټرمپ د نرسیزم یا نرګسیت په تر ټولو شدید ډول اخته دی. نوموړی زیاتوي، ټرمپ یو غیرې ټولنیز شخصیت لري؛ تیر کوونکی خوي لري او د خپلې جنسي غریضې مړولو لپاره نور ته درد ورکوي.

د ټرمپ د نرګیست د ناروغۍ په تړاو ټول سیکالوجیستان سره یوه خوله دي.

ډاکتر جولي فوټریل نیویارک ډیلي نیوز ته ویلي:

((په ټرمپ د هغه نرګیست حکمراني کوي. منطق په هغه کوم تاثیر نه لري.))

ډاکتر فوټریل وړاندې وویل:
((درې میلونه ښځو مارش وکړ؛ خو ټرمپ ونه خوځیده. سلاکارانو يې ورته وویل، چې پالیسې يې درسته نه ده؛ هغه (ټرمپ) يې په کیسه کې هم نه دی.))

په تیر ډیسمبر کې هم د سیکاټریستانو یوې ډلې بارک اوباما ته په یو رپوټ کې لیکلي وه، چې ټرمپ د ولسمشرۍ اداره مخ ته نه شي وړلی.

دوې ټینګار کاوه، چې ټرمپ د افسانې او حقیقت ترمینځ حتا توپیر هم نه شي کولی. ددوی په وینا، چې هغه د انتقادونو په وړاندې حساس دی او انتقاد مننونکی نه دی.

د هارورډ د طبي علومو پوهنتون او د کلیفورنیا پوهنتون ډاکترانو هم د اوباما ادارې ته لیکلي وه، چې د منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ د ذهني او عمومي روغتیا چک اپ وکړي.

د ټرمپ په اړه سیکالوجیستان وايي، چې هغه د نرګیست په تر ټولو جدي ډول اخته دی. ددوې په وینا، ټرمپ ځان خوښی او احساساتی دی. ددوې په وینا ټرمپ غواړي په هر چا خپل ځان وپیژني؛ هغه په قدرت مین دی او د نورو خلکو هیڅ ضرورت په نظر کې نه نیسي. له ټرمپ څخه د خواخوږۍ تمه نشي کیدالی.

د ټرمپ په اړه د ارواپوهانو دا څرګندونې د یو شیمر غبرګونو سره هم مخ شوې دي.

پروفیسور ډانیل سمیټ وايي، چې دا مناسب کار نه دی، چې څوک دې پر یو کس دا ډول تبصرې وکړي. هغه وايي، تر هغې چې یو فرد تر جدي څیړنې لاندې نه وي نیول شوي، په اړه يې دا ډول تبصرې او اټکلونه سم نه دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */