اپریل 12, 2021

د عراق محکمې د ټرمپ د نیولو امر کړی

Advertisements

یوې عراقي محکمې د ولسمشر “ټرمپ” د نیولو امر صادر کړی دی.
د راپورونو پر اساس؛ محکمې د ایراني قوماندان جنرال “قاسم سلیماني” د وژنې په اړه د ټرمپ د نیولو امر صادر کړ.
جنرال “قاسم سلیماني” په جنوري کې د بغداد په هوایې ډګر کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی وو.
تر دې دمخه ایران د جنرال قاسم سلیماني د وژنې پرضد د امریکا د ولسمشر ټرمپ د نیولو امر صادر کړی و او ایران د انټرپول د مرستې غوښتنه هم کړې وه، چې د امریکا د ولسمشر ټرمپ په نیولو کې مرسته وکړي.
د ۲۰۲۰کال د جنوري په،۳درېیمه، د ایران د انقلابي ګارد د قدس ځواک مشر، تورن جنرال “قاسم سلیماني” په عراق کې د امریکا په راکټي برید کې ووژل شو.
د عراق پلازمېنې بغداد ته په رسیدو، جنرال سلیماني د عراقي ملېشو قوماندان “ابو مهدي المهندیس” لخوا ورته ښه راغلاست وویل شو ، چې دواړه په یوه موټر کې سپاره ول.
د یادونې وړ ده، چې د متحده ایالاتو ولسمشر ټرمپ ویلي ؤ، چې جنرال “قاسم سلیماني” یې د جګړې د پیل لپاره نه بلکې د جګړې د بندولو لپاره وژل شوی دی.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره:
په “فلوریډا” کې یوې خبري غونډې ته د وینا پرمهال ، ولسمشر ټرمپ ویلي وه:

« چې متحده ایالاتو چې تیره شپه (په کومه شپه چې یې قاسم سلیماني وژلی ؤ) څه وکړل باید ډېر دمخه یې داسې شوي وای، او د ډیری خلکو ژوند به خوندي شوی وای.»

ټرمپ هغه مهال دا هم ویلي ؤ، چې پدې وروستیو کې ، د قاسم سلیماني په مشرۍ، په ایران کې لاریون کوونکي په وحشیانه توګه شکنجه شول، چیرې چې د هغه د خپل حکومت لخوا تر زرو ډېر بې ګناه ملکي وګړي شکنجه شوي او وژل شوي دي.
ولسمشر ټرمپ ویلي ؤ:

“موږ تیره شپه د جګړې د درولو لپاره اقدام وکړ، موږ د جګړې د پیل لپاره اقدام ونه کړ.”

په خبري کنفرانس کې، د متحده ایالاتو ولسمشر قاسم سلیماني په نړۍ کې تر ټولو لومړی ترهګریز وباله او ویې ویل چې د قاسم سلیماني ترور پاچاهي پای ته رسیدلې ده.
ټرمپ دا تور پر قاسم سلیماني لګاوه؛ چې سلیماني د امریکا پر ډیپلوماتانو او نظامي شخصیتونو د برید پلان درلود، خو موږ هغه ونیول.
ټرمپ زیاته کړې وه؛

“زه د ایران خلکو ته ډېر درناوی لرم. دوی د لوی کلتور او لوړ روح خلک دي. موږ په ایران کې د حکومت بدلون نه غواړو، حتی که دا د ایران د حکومت د یرغل په ګډون په سیمه کې زموږ ګاونډیان بې ثباته کړي.” نو ځکه ، د پراکسي جنګ کارول باید پای ته ورسي او دا باید اوس پای ته ورسي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب