اپریل 13, 2021

ټرمپ او اولادونو ته یې د زنداني کیدو وړاندوينه

Advertisements
ژباړه: عایشه حیدري

کېدای شي د ډونالډ ټرمپ او درې مشرانو اولادونو کړنې د ټرمپ په شرکت کې، د هغوی پر وړاندې د جزايي تعقيب د دوسيې پرانيستل کېدو لامل شي.
د فوکوس خپرونې يوه مقاله لیکونکې، ساندرا وورډ، په دې باور ده چې د ټرمپ او د هغه د درې مشرانو اولادونو کړنې به د ټرمپ په شرکت کې د هغوی په وړاندې د جزايي دوسيې د جوړېدو لامل شي.
دغه لیکواله ټينګار کوي چې کېدای شي له همدې امله د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په بند محکوم شي.
د دغې مقالې ليکواله د امریکايي تاريخپوه ټيموټي اسنايدر څخه په نقل ټينګار کوي چې يوازې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ مقام کولای شي د هغه له زنداني کېدو او د هغه له ماتې څخه مخنیوی وکړي. د دې سربېره په رسنیو کې د ډونالډ ټرمپ او د هغه د درې اولادونو ایوانکا، ډونالډ او اریک د زنداني کېدو په اړه په رسنیو کې بحثونه تاوده شوي دي، کېدای شي هغوی د Trump Organisation د مالي او مالیاتي اصولو په تر پښو لاندې کولو تورن شي.
د يادونې وړ ده چې ايوانکا په ټرمپ بنسټ کې تر ټولو ډېر فعالیت لري. هغې له خپل پلار څخه د سلامشورو په بدل کې ۷۵۰زره ډالره ترلاسه کړي دي چې د نوموړي شرکت د مالیې د نه ورکولو لپاره د نیويارک د څارنوالۍ د شک لامل شو.
په ۲۰۱۲ کال کې، نيژدې وو چې ايوانکا او ډونالډ ټرمپ د دوکې او فريبکاري په تړاو محاکمه شي او هغوی کولای شو چې د ټرمپ سوهو په برج کې د اپارتمانونو د اجارې د بیې لوړوالي باندې تورن کړي. هغه مهال د ټرمپ کورنۍ د څارنوال د بيا ټاکل کیدو پر کمپاين لپاره ۲۵زره ډالر ولګول. د فایننشل ټایمز د راپور پر بنسټ، د ټرمپ پورونه له ۹۰۰ میلیون ډالرو څخه اوښتی دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

د ناروغ پوښتنه اسلامي کړنه او د ناروغ پر روغتیا ښه اغېز لري

لیکوال: صدیقه پوپلزۍ، کابل - برخه : ټولنیز ژوند

Advertisements ليکنه او راټولونه اسلامي اخلاق او قوانین او په اسلام کې د الله تعالی د عبادت لپاره لارښوونې او د اسلام عقیدوي مفاهیم دا ټول د یو ټولنیز هیکل په جوړښت، او د مینې ... نور ولولئ